د افغانستان پر اوسني حکومت د نړیوالو فشارونو نوې څپه؛ موخه یې څه ده؟
04/04/2024 | لیکنه: فرید الله احرار

Print


څو اونۍ کېږي چې نړیوال په ځانګړې توګه امریکا او غرب د افغانستان پر حکومت پرلپسې نیوکې کوي. دوی په ځانګړي توګه په امنیتي او استخباراتي برخه کې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه سر ټکوي. غربي سیاستوال افغانستان یوه ناامنه جغرافیه معرفي کوي؛ د دوی پوځي او سیاسي چارواکي په پرلپسې توګه وايي چې په افغانستان کې د دوی دښمنې ډلې بیاځلې فعاله شوي دي او د دوی فعالیت د سیمې، د امریکا د متحدينو او حتا امریکا لپاره امنیتي ګواښونه پېښولی شي.
امریکايي سیاستوال او د دوی د پوځ جنرالان او حتا نړیوال سازمانونه په یوه خوله د اوسني حکومت پر سیاستونو نیوکې کوي او حتا ځینې خو یې لا دا سپارښتنه کوي چې پر افغانستان کې پر ځینو هدفونو باندې باید پوځي بریدونه وشي. په ورته وخت کې د افغانستان په هوایي حریم کې د امریکايي ډرون الوتکو پروازونه هم زیات شوي دي او هر وخت او هر چېرې چې غواړي هوايي مانورونه سرته رسوي. غربي سیاستوال په افغانستان کې د حاکم نظام لخوا د شريعت د ځینو احکامو پر تطبیق نیوکه کوي او د بشر له حقونو څخه یې ښکاره سرغړونه بولي. دوی د قصاص حد او نور شرعي حدود ظلم ګڼي او د درولو ټینګه غوښتنه یې کوي. په ټوله کې که وګورو دوی کابو هره ورځ د افغانستان د اوسني حکومت پر سیاستونو نېوکې کوي او همداراز تر ټولو یې د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دوی د افغانستان جغرافیه او څه چې دلته روان دي د خپل ځان او خپلو ګټو لپاره خطرناک وضعیت تعبیروي. په اصل کې دا ټول د هغو فشارونو جریان دی چې د امریکا په ملي ستراتيژۍ کې د افغانستان په اړه تعریف شوي دي. نو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د دغو فشارونو اساسي موخه څه ده؟
که د افغانستان پر اوسني حکومت د فشارونو مخینې ته یو ځغلنده کتنه وکړو،  دې پایلې ته رسېږو چې امریکا او غرب په دوه حالتونو کې فشار زیاتوي؛ یو هغه وخت چې کله د افغانستان حاکم نظام د امریکا له سیاسي او سټراټيژیکو سیالانو؛ چین او روسیې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې تودې کړي او دوهم هغه مهال چې کله حکومت د اسلامي شریعت ځینې حدود او احکام پلي کړي.
امریکا غواړي له دې لارې د افغانستان حکومت ته څو بنسټیز پیغامونه ورکړي. لومړی؛ دوی په افغانستان کې داسې حکومت غواړي چې بهرني سیاستونه یې امریکا تعریف کړي، په ځانګړې توګه د چین او روسیې سره د افغانستان اړیکې باید د امریکا د ګټو پر بنسټ جوړې شي. زما باور دا دی چې امریکا به له چین سره د افغانستان نږدې ملګرتیا ته اجازه ورنه کړي. ځکه د چین پر وړاندې د امریکا اوسنۍ سټراټيژي د چین مهارول دي. که د چین او طالبانو اړیکې دومره تودېږي چې چین د افغانستان له خامو موادو او د افغانستان له جیو اقتصادي جغرافیې څخه د خپلو اقتصادي موخو لپاره ګټه اخلي، دا چاره امریکا د خپلو ګټو لپاره ګواښ ګڼي او نه یې مني.  دوهم د اسلامي شریعت د تطبیق مخنیوی؛ امریکا فکر کوي چې که په افغانستان کې اسلام د یوه نظام او حکومت په اډانه کې تطبیق کېږي، دا په اصل کې د لبرال - ډیموکراټ نظم او د دغه نظم د ارزښتونو ننګول دي. نو په ټوله کې ویلی شو چې امریکا په افغانستان کې یو داسې حکومت غواړي چې بڼه او پولې یې دوی ورته تعریف کړي او که اوسنی حکومت له داسې بڼې او پولو وځي، نو بیا هر ډول فشارونه ورباندې راوړي.
له دغو ستونزو څخه د وتلو لپاره دوې حل لارې شته: لومړی د امریکا ټولې غوښتنې منل او د دوی ټولو فرمانونو ته (بلې صاحب) ویل او د یوه داسې حکومت جوړول چې امریکا یې غواړي. مګر دا لاره د اسلام او اسلامي شریعت سره په څرګند ټکر کې ده او د الله سبحانه وتعالی پر ځای د شیطان او طاغوت د (ولي) نیولو معنا لري او پایله یې د دنیا او اخرت ذلت او خواري ده. دوهمه حل لاره دا ده چې اوسنی حکومت په بهرني سیاست کې له غرب سره د ښو اړیکو، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب پالیسۍ او ځان ډېر ملي ملي ښودلو  پر ځای امریکا د طاغوت په توګه اعلان کړي او له امریکا او د هغې له شریکانو او ملګرو سره دښمني اعلان کړي او د ملي حکومت پر ځای اسلامي خلافت اعلان کړي او په دې سره اسلام او اسلامي حاکمیت د افغانستان له مصنوعي – استعماري پولو بیرون وغځوي. په دې لاره کې پر الله توکل او له اسلامي امت او مخلصو مسلمانو د مرستې غوښتل یې ژغورلی شي.




   ارسال نظر