د امریکا په بهرني سیاست کې د قطر حیرانوونکی رول
11/27/2023 | لیکنه: فرید الله احرار

Print


ډېره حیرانوونکې ده؛ قطر هم د امریکايي سرتېرو د یوې خورا لویې پوځي اډې - العدید کوربتوب کوي؛ هغه پوځي اډه چې ۲۸ کیلومتر مربع پراخوالی لري او د هر ډول پېچلو پوځي او استخباراتي عملیاتو مهم مرکز بلل کېږي او په ورته وخت کې د حماس د یوازیني سیاسي دفتر کوربتوب هم کوي. قطر د حماس غورځنګ دوهم مالي ملاتړی هېواد بلل کېږي؛ په داسې حال کې چې د امریکا او اسرائیلو له نظره د حماس غورځنګ یو ټروریستي غورځنګ دی او په ورته وخت کې قطر د ټروريزم پر ضد د امریکا مهم او ستراتيژیک شریک دی. پر دې سربېره قطر د امریکا – ناټو بهرنی متحد هم دی. د قطر د الجزیرې ټلویزیون په نړیوالو ژبو په غزه کې د اسرائیلو د وحشتونو او وژنو راپورنه خپروي، همدغو راپورونو د اسرائیلو پر وړاندې غبرګونونه راپارولي دي او په ورته وخت کې په همدغه قطر کې د اسرائیلو یو لوی سوداګریز مرکز فعالیت کوي. همدا اوس غزې ته بشري مرستې همغږې کوي او په ورته وخت له غزې د برمته شوو امریکایانو د خلاصون لپاره له امریکایانو سره اوږه په اوږه کار کوي.
قطر لومړی عربي هېواد و چې په 1996 میلادي کال کې یې د عربو او اسرائیلو ترمنځ د دښمنۍ ټابو ماته کړله او له اسرائیلو سره یې ښکاره ډيپلوماټيکې او سوداګریزې اړیکې پيل کړلې، مګر په ورته وخت کې د یهودو یوازینۍ دښمنې ډلې – حماس سیاسي مشران یې په خپله غېږ کې نیولي دي او د دوی سیاسي او مالي ملاتړ کوي.
همدارنګه قطر په 2018 کال له اسرائیلو سره د پراخو سیاسي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو اعلان وکړ. ددغو اړیکو پر بنسټ قطر خپل سفیر اسرائیلو ته واستاوه او اسرائیلو په دوحه کې یو لوی سوداګریز مرکز پرانیست.  همداراز دوه کاله وروسته یعنې په 2020 کال کې قطر له اسرائیلو سره څو نور څو اړه خیزه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. ددغو هوکړه لیکونو له مخې قطر او اسرائیل له یو بل سره په کرنه، تکنالوژۍ او د اوبو په مدیریت کې مرسته کوي. په ورته وخت کې قطر د غزې له اوسېدونکو سره همدردي کوي؛ د جګړې پر مهال خوراکي توکي او درمل ور استوي او تر جګړې وروسته ساختماني توکي او پیسې ورکوي څو د غزې ورانې ویجاړې ورباندې بېرته ورغوي. همدارنګه قطر د حماس سیاسي مشران تل له مالي او امنیتي اړخه تر خپلې لمنې لاندې ساتلي دي او د اسرائیلو پر وړاندې د دوی سیاسي – پوځي مبارزې ته مشروعیت ورکوي. خلاصه دا چې قطر هم له یهودو ملاتړ کوي او هم له فلسطینیانو څخه ملاتړ کوي؛ هم د یهودي دولت ځواکمنېدل غواړي، مګر په ورته وخت کې دا هم نه غواړي چې د حماس غورځنګ دې له منځه ولاړ شي.
 د پورته واقعیتونو په اړه پوښتنه پیدا کېږي چې دا نو څه ډول سیاست دی چې قطر یې لوبوي او دا څنګه امکان لري؛ چې قطر دې هم د امریکا او اسرائیلو ستراتيژیک شریک وي او هم دې د اسلامي خوځښتونو په ځانګړې توګه د حماس غمخوار او ملاتړی؟ ځینو کسانو ته د قطر د حکومت دا ډول سیاستونه یو پاراډوکس ښکاري او  او ځینې کسان بیا داسې انګېري چې ګواکي په فلسطین او حتا په منځني ختیځ او ټوله سیمه کې چې قطر کوم سیاست مخته وړي؛ دا د قطر له فعالې او پیاوړې ډيپلوماسۍ او سیاستونو څخه استازیتوب کوي. دوی داسې انګېرې چې ګواکي د قطر چارواکي موفق او بریالي واکمنان دي او په سیمه کې د دوی سیاسي رول د دوی پر سیاسي نفوذ دلالت کوي.
مګر اصلي خبره دا ده چې کله امریکا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ د قدرت د هرم سر ته راغله، نو ځینو هېوادونو ته یې بېلا بېل رولونه او نقشونه ورکړل. ځینې هېوادونو ته یې سیمه ییز رولونه ورکړل، تر څو په سیمه کې د قدرت او ځواک بیلانس رامنځته کړي. ځينې هېوادونو ته یې ځانګړې سیاسي او امنیتي پروژې ورکړې، څو په یوه سیمه کې د امریکا په نیابت ځينې سیاسي او پوځي ډلې جوړې کړي او په ځینو سیمو کې امنیتي شخړې او ستونزې رامنځته کړي او بلاخره په ټوله کې د امریکا ستراتيژي په هغه سیمه کې پلې شي. د امریکا په دغه وېش کې قطر یو ځانګړی رول لري او د امریکا له لوري چې کوم نقش ورکړل شوی دی په خورا دقت او هوښيارۍ یې مخته وړي. د قطر د چارواکو یوازینی کمال دغه دی چې دا نقش په خورا اخلاص ادا کوي او په دې برخه کې حتا د خپلو پراخو مالي امکاناتو په مصرف کې کوم بخل هم نه کوي.
د قطر یو بنسټیز رول دا دی چې اسلامي سیاسي - جهادي او پوځي خوځښتونه او ډلې، چې د امریکا او د امریکا د ستراتيژیکو شریکانو پر وړاندې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ سیاسي او جګړه ییزه مبارزه کوي، په ارامه او تدریجي توګه لومړی له خپلې اسلامي مبارزې راوګرځوي، په دوهم پړاو کې یې د امریکا او د امریکا د متحدو شریکانو سره له دوښمنۍ راوګرځوي او بلاخره یې د امریکا په نړیوال حاکم نظم کې داسې وېلې کړي لکه څنګه چې يې امریکا غواړي.
قطر په دې برخه کې خورا تجربه پیدا کړې ده او له حماس سره غواړي همداسې یوه لوبه وکړي. د حماس د مقاومت اسلامي غورځنګ په پیل کې ددې لپاره جوړ شو چې په فلسطین کې د یهودي دولت د تاسیس مخه ونیسي. د حماس د مخکنیو مشرانو شعار دا و چې تر هغه به جګړه کوي چې د یهودو دولت د مدیترانې سمندرګي ته ور وغورځوي او په فلسطین کې د فلسطینیانو خپلواک اسلامي حکومت رامنځته کړي. مګر د قطر چارواکي هڅه کوي چې په حماس باندې د فلسطین په اړه د امریکا پالیسي ومني او هغه دا چې باید په فلسطین کې د یهودو بېل خپلواک دولت وي او د فلسطینیانو بېل خپلواک دولت. د قطر چارواکي هڅه کوي دا خبره د حماس په مشرانو باندې د یوه واقعیت په توګه ومني. دا کټ مټ د امریکا پالیسي ده. امریکا نه غواړي چې ټول فلسطین د اسرائیلو په ولکه کې ولوېږي او دا هم نه غواړي چې په فلسطین کې د یوازې د مسلمانانو حکومت وي.
د پای خبره دا چې موږ باید د قطر دغه ډول خطرناک رول ته متوجه وو. د دوی د ګڼو خیانتونو ترڅنګ یو لوی خیانت همدا دی چې غواړي اسلامي مبارزې ډلې چې د اسلامي ارزښتونو او اسلامي شریعت د تطبیق لپاره مبارزه کوي او له غرب سره دوښمني پالي، په تدریجي توګه له غرب سره غاړه غړۍ کړي. له بده مرغه قطر په دغه رول کې تر زیاتې کچې بریالی دی. مګر مومنان باید بصیرت او سیاسي وعي ولري او د قطر دغه رول اسلامي امت ته باید افشاء کړي.     




   ارسال نظر