د اونۍ خبره: د کډوالۍ اوسنی ناورین، نشنلېزم او حللاره
11/04/2023 | لیکنه: فرید الله احرار

Print


په دې وروستیو کې د پاکستان د سیاسي - پوځي ادارې وطني او نشنلیستي احساسات راپارېدلي دي او هغه وګړي په زور او وحشت له پاکستان څخه وباسي، چې د ډېورېنډ – انګریزې کرښې د دې لوري - افغانستان اوسېدونکي دي. د پاکستان چارواکي نه یوازې دا چې دغه وګړي په زور له پاکستان څخه شړي او کورونه یې ور ړنګوي، بلکې د دوی ملکیتونه او شتمنۍ هم غصبوي. د پاکستان د ظالمو چارواکو دا کړنه له هر اړخه له شرم او ننګ څخه ډکه کړنه ده. ځکه دا کډوال او مهاجر همغه وګړي وو، چې څو لسیزې وړاندې د شوروي اتحاد د یرغل له امله پاکستان ته تللي وو. د همدغو مهاجرو کورنیو د مجاهدینو د جهاد او مبارزې برکت و، چې پاکستان د شوروي اتحاد له اشغال څخه نجات پیدا کړ. د همدغو مهاجرو کورنیو مجاهدینو  په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځونو او کمونېزم مخه ډپ کړې وه او بلاخره همدلته یې ماتې هم ورکړه.
د افغان کډوالو اوسنی ناورین نه یوازې دا چې په پاکستان کې جریان لري، بلکې په ایران، ترکیه او په نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم له ورته ناوړه وضعیت سره مخ دي. افغانان په پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د پردیو وګړو په توګه ګڼل کېږي او داسې چلند ورسره کېږي چې د اسلام او اسلامي ورورولۍ خلاف دی. له هغه مهاله چې د اسلامي امت خاوره په ملي دولتونو ووېشل شوه او اسلامي امت د خپلوۍ معیار د اسلامي عقیدې او اسلامي اخوت پر ځای نشنلیزم او ګډ وطن وټاکه، نو له همغه وخته د یوې ملي جغرافیې مسلمانان په بله ملي جغرافیه کې پردي ګڼل کېږي او د مهاجرو یا کډوالو په نوم یادېږي. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې دا وګړي د یوه معبود- الله سبحانه وتعالی عبادت کوي، یوې قبلې ته لمونځ کوي، په یوه کتاب او یوه پیغمبر ایمان لري او ټول عقیدوي ارزښتونه یې مشترک دي، مګر بیا هم دا ټول مشترک ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او هغې هویت پاڼې ته اعتبار ورکوي چې د هغه کس اصلي نشنلیټي یا ملت پکې مشخص شوی وي. ناوړه خو لا داده چې ددې ټولې سیمې مسلمانان په هغو نشنلیټیو باندې فخر کوي چې د هېواد ملي کرښې یې د انګریزانو په نومونو باندې یادېږي؛ لکه ډېورېنډ، رېجوې، مکمهان او داسې نور. یعنې دا چې دوی ته دا جغرافیې انګریزانو مشخصې کړې دي. په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان مسلمانانو کابو یوه پېړۍ د انګریز ښکېلاک پر وړاندې جهاد وکړ او د دوی سیاسي او نظامي حاکمیت ته یې غاړه کېنښوده. خو په دوو بېلو جغرافیو کې یې د همغه انګریز پرېکړه منلې ده.  
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلام په سیاسي قاموس کې د دغې ډول کډوالۍ په نوم باندې څه نشته. د اسلام له نظره د مسلمان لپاره د اسلامي امت ټوله جغرافیه یو ډول ده، هر چېرته چې یو مسلمان وغواړي هلته ژوند کولی شي. د مسلمان جغرافیه هغه سیمه ده چې هلته اسلام حاکم وي او حاکمیت د اسلام د دین وي او چارواکي یې مسلمانان وي، چې په اسلامي ثقافت کې ورته دارالاسلام وايي.
له همدې امله نشنلېزم، ملي پولې او د یوې مشخصې جغرافیې نشنلیټي یا هویت د اسلامي امت ترمنځ نفاق، کینه او دښمني رامنځته کړې ده. همدا ملي پولې او نشنلېزم دی؛ چې اسلامي امت نه یوازې دا چې د یو او بل مرستې او دفاع ته نه شي وردانګلی، بلکې یو بل له خپلې جغرافیې شړي. دا څنګه کېدلی شي چې یو مسلمان دې په یوه اسلامي جغرافیه کې خپل وګړی وبلل شي او پر یوه بله اسلامي جغرافیه کې چې ترمنځ یې پوله هم انګریزانو ترسیم کړې ده، پردی او مهاجر وبلل شي!؟
تر هغه چې اسلام د خلافت دولت په اډانه کې پوره حاکم نه شي او امت ته په فکري، سياسي او جغرافيوي برخو کې وحدت ورنکړي؛ په اسلامي امت کې د ګڼو نورو ناورینونو غوندې د کډوالۍ ناورین هم نه شي حل کېدلی. اسلامي امت پر نشنلیستي ملتونو باندې وېشل کېدل، ملي پولې، ملي هویتونه درلودل او د یوې اسلامي جغرافیې د اوسېدونکو لخوا د بلې اسلامي جغرافیې د اوسېدونکو پردې ګڼل ددې معنا لري چې اسلامي امت د اسلامي شريعت پر ځای د انګليس او غرب قوانينو او پرېکړو ته تسليم شوی دی، په پوره معنا یې اسلام نه دی پلی کړی او د اسلام پر ځای نشنلېزم پلی کوي. له همدې امله موږ تل ټینګار کوو چې اسلام باید د ژوند په ټولو برخو د خالص شرعي نظام په توګه تطبیق شي او الله سبحانه وتعالی هم همدا غواړي.
 الله سبحانه وتعالی فرمايي:

يَا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ کَافَّةً وَلاَ تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيَطانِ [بقره: ۲۰۸]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی؛ په اسلام کې په بشپړ ډول داخلی شئ او د شیطان د مسیر پیروي مه کوئ.





   ارسال نظر