خبر او تبصره: د غزې د شهیدانو جسدونه سپیو وخوړل
11/20/2023 | عمرانه محمد

Print


خبر:
له غزې څخه ډاکټر منیر البرش راپور ورکړی چې په الشفاء روغتون کې لیوني سپي د شهیدانو جسدونه خوري. د جسدونو ایستلو لپاره هېڅ کارکوونکي نشته او د وحشي یهودي دولت د پرلپسې بریدونو او بمباریو له امله دغې سیمې ته، چې فاجعه پکې روانه ده، ننوتل ډير خطرناک دي.
تبصره:
د جنازې د حقونو پر بنسټ د مړو ښخول په اسلام کې د سیمې پر خلکو کفايي فرض دی. که دا (کفايي فرض) ترسره نه شي، ټول امت ګنهګار دی.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«أَسْرِعُوا بِالْجِنَازَةِ»
ژباړه: «جنازه مه ځنډوئ.»
 [دا حدیث په ټولو شپږو لویو کتابونو کې راغلی او په دغه پته یې کتلی شئ: صحیح البخاري ټوک ۲، مخ ۲۲۵، ۴۰۱؛ صحیح مسلم، ټوک ۲، مخ ۴۴۸ ، ۲۰۵۹ ؛ سنن ابي داوود، ټوک 2، مخ۸۹۷-۸، ۳۱۵۳؛ سنن ابن ماجه، ټوک ۲، مخ ۳۸۳، ۱۴۷۷؛ مشکوة المصابیح، ټوک ۱، مخ ۳۳۸]
د جنازې ځنډول حرام دي او د شهید جنازه باید له نا شهید سره توپیر ولري. په غزه کې زموږ عزیزان شهیدان دي، خو بیا یې هم جسدونه سپي خوري او له بې عزتۍ سره مخ کېږي!
دا ډیر ستر جنایت دی او موږ یې باید د یوه امت په توګه ونه منو او د قیامت د ورځې له محاسبې ووېرېږو.
اې د مسلمانانو پوځونو؛ نن چې درته اړتیا ده، نو تاسو چیرې یاست!؟ ولې مو تر اوسه د خپلو وروڼو، خویندو او ماشومانو مرستې ته نه دي وردانګلي؟
موږ له خپل رب څخه ویرېږو او تاسو باید خپله دنده؛ د الله سبحانه وتعالی له دینه دفاع، پرې نه ږدئ.
که خدای کول د اسلام د پوځونو په مټ به د دغه امت عزت، لکه څنګه چې اصحابو ترلاسه کړ، بیا راوګرځول شي او د اصحابو د کړنو په څېر به د اسلامي پوځونو په مټ ترلاسه شي او موږ په دې برخه کې یوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل کوو.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
عمرانه محمد
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی
۲۰۲۳ م کال، د نومبر ۱۹مه
۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادی الثاني ۵مه



   ارسال نظر