د خلافت په نشتون کې هره ورځ د غزې د ماشومانو جنازې پورته کېږي
11/04/2023 | عمرانه محمد

Print


بسم الله الرحمن الرحيم
د اکتوبر په ۷مه، د اشغال شوي فلسطین مسلمانانو په یوه ناڅاپي برید کې د یهودي دولت دفاعي ډالونه مات کړل؛ د دښمنانو د ظلم پر وړاندې یې د اسلامي خاورو د دفاع هوډ وکړ، خو د استعمارګر غرب –چې د وحشي صهیونیستانو ملاتړ کوي- له نړیوالو غندنو سره مخ شو.
له دغه برید سره د اشغالګرو یهودیانو ډله‌ایزه تېښته پیل شوه؛ له خپلو کورنیو او ماشومانو سره له سیمې ووتل؛ ځکه پوهېدل چې د دغو کورنو اصلي خاوندان د خپل عزت او کورونو ترلاسه کولو لپاره بېرته راځي. په ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې څه شته چې ښيي په یاد برید کې د جګړې په اړه اسلامي قوانین په پام کې نیول شوي او یهودي ښځو او ماشومانو ته زیان نه دی رسیدلی. خو استعمارګرو ځواکونو په خپل شیطاني او وحشیانه غچ کې دا قوانین مات کړل. هغوی تاریخی وحشت روان کړی او د جګړې په سټراتېژۍ کې یې د ماشومانو قصدي وژنه هم شته.
په غزه کې د ملکي خلکو د کورونو په بمبار او پر ښوونځیو او روغتونونو په راکټي بریدونو کې تر اوسه ۲۳۰۰ ماشومان وژل شوي. بشپړې کورنۍ له منځه تللې. دغه راز، غزه له هرې خوا محاصره ده او په بشپړ ډول ورته د خوړو، اوبو، تیلو او درملو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې وینو چې یهودي دولت غزې ته د روانو خوږو اوبو چینې په سمنټو بندوي. د خلافت او د مسلمانانو د واحد مشر، خلیفه په نشتون کې د نړۍ په یوه ډېره ګڼ‌مېشته سیمه کې، چې ۲.۳ میلیونه خلک پکې اوسېږي، پر خلکو د ژوند د اساسي اړتیاوو سرچینې بندېږي!
د یهودي دولت یو بل روان وحشت دا دی چې دوی ناقانونه فاسفورس بمونه، چې غوښه تر هډوکې سوځوي او هېڅ ساکښ ژوندی نه پرېږدي، کاروي. دا بمونه پر هغو ملکي ښارونو غورځوي چې زرګونه ښځې، نارینه او ماشومان پکې بند دي. هغوی د یهودي اشغالګرو په څېر سیمه نه شي پریښودی. ټول پوهیږي چې غزه د نړۍ تر ټولو ستر سرخلاصی زندان دی.
د اسلامي نړۍ د لاسپوڅو حکامو پوځونه له خپلو طلایي برجونو په ډار د فلسطیني ماشومانو د وژل کېدو ننداره کوي. دوی د دنیوي مقامونو او څوکۍ لپاره تر خپل اخلاص تېر شوي خو د فلسطین نوراني شهیدان د اخروي مقامونو لپاره خپله وینه تویوي! د پوځونو پرمخ د پیغور تور داغ دی او د محمد صلی الله علیه وسلم د امت د سترګو پر وړاندې به لوی حساب ورکوي.
موږ د صهیونیستانو او د هغوی د نړیوالو ملګرو د جنایتونو شاهدان یو، په دې ډله کې مسلمان لاسپوڅي حکام هم راځي.
الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته وفادار امت به هېڅکله متقي مسلمانان هېر نه کړي.
الله سبحانه و تعالی ته د حساب ورکولو په ورځ به ظالمان په هېڅ صورت بریالي نه وي او هرو مرو به خپله سزا ګوري.

 [وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ مَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ]
ژباړه: «هغه خلک چې ناوړه کارونه کوي، د هر ناوړه کار جزا به د هغه په اندازه وي (نه ډېره)، پر هغوی به خواري مسلطه شي. هېڅوک او هېڅ شی هغوی له (عذاب) څخه نه شي خلاصولی، د هغو پر مخونو به داسې ترږمۍ خوره شوې وي لکه د شپې چې تورې پردې پرې غوړېدلې وي. هغوی د دوزخ مستحق دي، هلته به تل اوسیږي.» [یونس:۲۷]
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی
 عمرانه محمد
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
۱۴۴۵هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۱۱مه
۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۶مه




   ارسال نظر