Pashto Farsi


د فحشا رسواینې، د فحشا د عادي کولو هڅې
12/05/2019 | زمری افغان

په دې وروستیو کې پرله پسې د دولتي چارواکو د اخلاقي فساد او فحشا په تړاو اسناد، رپوټونه او شواهد را پورته کېږي. که څه هم په حکومتي کړیو کې د اخلاقي فساد کیسې پخوانۍ دي، خو په تېرو څو کلونو کې یې نوې بڼه خپله کړې ده. حکومتي واک او ځواک له ځینو ښځو د جنسي استفادې لپاره کارول کېږي او آن اوس د حکومت تر ټولو با اعتباره او لوړه مرجع (ارګ) هم د فحشا او فساد پر مرکز بدل شوی. خپله د ملي یووالي حکومت د مشر اشرف غني یو سلاکار حبیب احمدزي په دې تړاو څرګندونې وکړې او آن په ارګ کې یې ځیني کړۍ د فحشا پر ترویج تورنې کړې. وروسته پارلمان ته د فحشا او اخلاقي فساد پر اړیکو د ځینو وکیلانو د بریالیتوب کیسې را ښکاره شوې. دغه راز ځیني حکومتي او په ارګ پورې تړلي کسان په بهر کې پر فحشا ګېر شول او خبرونه یې رسنیو ته راغلل. د ځینو چارواکو غږونه، عکسونه او ویډیوګانې را ووتلې. د حکومتي چارواکو او ارګ ته د نږدې سیاسي کړیو د اخلاقي فساد او فحشا کیسې اوس په ډېرو مجلسونو کې یادیږي.
خو د فحشا او اخلاقي فساد دا رسواینې څه پایلې لري؟ ایا دا چاره د اخلاقي فساد او فحشا له کمولو سره مرسته کوي او که برعکس فحشا زیاتوي او خلک ورسره عادي کوي؟
پر دریو دلایلو دا چاره د اخلاقي فساد او فحشا په کمولو کې مرسته نه کوي، بلکې برعکس زیاتوي یې او خلک ورسره عادي کوي:
لومړی: هغوی چې پر اخلاقي فساد تورن دي، یا یې په اړه اسناد او شواهد شته، یا هم ترې شکایت شوی، نه محاکمه شوي، نه یې جزا لیدلې او له دندو هم ګوښه شوي نه دي. آن داسې هم شوي چې دغو کسانو د اخلاقي فساد او فحشا له رسواینې وروسته پرمختګ کړی، لا زیات واک یې پیدا کړی او پياوړي شوي دي. دلته نه اسلامي نظام شته چې پر اخلاقي مفسدینو او فاحشو خلکو اسلامي احکام عملي او نه هم کوم بل داسې نظام شته چې ددغو کارونو مخه ونیسي. آن دا کارونه په شته او نافذو قوانینو کې هم جرم دی، خو هغوی چې اوس اخلاقي فساد او فحشا کوي، له قانون لوړ دي او څوک ترې د پوښتنې او ګروېږنې حق نه لري.
دویم: هغه کسان چې په اړه یې د اخلاقي فساد او فحشا رپوټونه، اسناد او شواهد خپرېږي، نه یوازې له دغو رسواینو وروسته د شرم احساس نه کوي، بلکې پرې ویاړي هم. پخوا به چې کله په افغانستان کې پر چا کوم داسې تور لګېده، آن کله به تور ناسم هم و، خو تورن به ځانوژنه کوله، یا به یې له خلکو ځان داسې پټ او ورک کړ چې چا به یې تر مرګه په اړه هېڅ معلومات نه لرل. اوس خپله همدا مفسدین د شرم احساس نه کوي، له خلکو نه شرمېږي، نه وېریږي او نه هم ځان پټوي، بلکې پر خپل کار ویاړي او دا چاره ورته ویاړ ښکاري. داسې کسان هم شته چې اخلاقي فساد او فحشا ورته شخصي معامله ښکاري. کله چې پر دغو مفسدینو نیوکې کېږي، نو یو شمېر پلویان یې وايي چې دا شخصي حریم دی او موږ باید د خلکو په شخصي حریم کې مداخله ونه کړ. دوی دومره ړانده دي چې د نورو د خویندو، میندو او لوڼو سره نامشروع اړیکې او په دې چاره کې بیا دولتی واک کارول هم ورته شخصي معامله او شخصي حریم ښکاریږي. دوی هېروي چې دا جرم دی، ټولنه فاسدوي او اسلام یې په اړه واضح احکام لري. آن که دواړه لوري په رضا هم فحشا او اخلاقي فساد کوي، بیا هم جرم دی او باید مخه یې ونیول شي.
درېیم: پخوا به خلک د اخلاقي فساد پر وړاندې ډېر حساس وو، په شدت او جدیت به یې غبرګون ښود، خو اوس هغسې نه ده. که څه هم خلک په جګړه کې دي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې ښايي دې چارې پرې منفي اغېز کړی وي، خو اوسني افغانان تر پخوانیو هغو په دې چاره کې کمزوري دي او اخلاقي فساد او فحشا ته هغسې توند غبرګون نه ښيي، لکه د دوی پلرونو او نیکونو چې ښوده.
پر همدغو دوو دلایلو د جنسي رسواینو، اخلاقي فساد او فحشا د رپوټونو له خپرېدو وروسته هڅه کېږي دا کار عادي وښودل شي، شخصي حریم وګڼل شي، نورو ته وویل شي چې غلي اوسي او ورو ورو مشروع وګڼل شي. دا یوه خطرناکه پروسه ده، چې پکار ده په جدیت یې مخه ونیول شي. اوس آن داسې هم احساسېږي چې ښايي ددغو رسواینو یو لامل هم دا وي چې خلک ورسره عادي شي، بیا بیا پر اخلاقي فساد او فحشا تورن کسان رسوا شي، هغوی همداسې بې محاکمې وساتل شي، آن لا زیات واک او ځواک ورکړل شي، څو ورو ورو ټولنه ورسره عادي شي.



   


   ارسال نظر