دکشمیر په پهلګام سیمه کې وروستی برید د مسلمانانو یوه بله
اشغال شوې سیمه رایادوي چې د فلسطین په څېر د مسلمانانو د نصرت په تمه په داسې حال
کې شپې سبا کوي چې د سیمې د خلکو سر، مال او ناموس پکې خوندي نه دي. د دې سیمې
پرخلکو د ظلمونو اواز په رسنیو کې هم په پوره مانا نه
پورته کیږي او ډيری وخت پر مخابراتي خدمتونو او انټرنټ هم بندیز
وي. کشمیر د سوریې او فلسطین تر مینځ د جولان هسکو په څېر د سویلي اسیا هغه ښایسته
اشغال شوې سیمه ده چې د ښایست په وصف کې یې د پښتو یو متل هم ویل شوی، چې وایې: «هر
چاته خپل وطن کشمیر دی.»
که څه هم زموږ کشمیري مجاهدو وروڼو
له هماغه لومړیو نه تر اوسه د کشمیر د ازادولو لپاره خورا ډېرې قربانۍ ورکړې؛ خو
دوی هم لکه د فلسطین مجاهدین د امت دخاينو حکامو لخوا پر میدان یوازې پرېښودل شوي دي.
همدغه خاين حاکمان د دې مخه هم نیسي چې د امت بچیان له کشمیري مجاهدینو سره یوځاي
شي او ان دهند محارب دښمن دولت سره یې سیاسی، سوداګریزې او نورې اړيکي ټینګې کړې
او تر اوسه يې پالي.
له بلې خوا د مودي هندوتوا رژیم د
مسلمانو حکامو، په تېره بیا د پاکستان د حکامو خیانت او بې پروايۍ ته په کتو په
۲۰۱۹ کال کې د هند د اساسي قانون ۳۷۰مې مادې په لغوه کولو سره د کشمیر نسبي خودمختاري
هم له منځه یووړه او له دې سره د هندي اشغال وروستی ګام هم پورته شو. له دې بدلون
سره سم د کشمیري مسلمانانو حالت لاپسې خراب شو. اوس نو کشمیر مستقیماً د هند د نورو
ایالتونو په څېر د هندو دولت لخوا اداره کیږي، هندوان پکې ازادانه تګ راتګ کوي او کولای
شي په کشمیر کې جایدادونه واخلي. دا به په راتلونکي کې د ډیموګرافیک (نفوس) د بدلون
سبب شي چې وروسته ښايي هندوان دا دعوه وکړي چې دا هندو میشته سیمه ده. له دې سره
سره د کشمیري مسلمانانو حالت له لا نورو ناخوالو سره مخ دی. کورونه یې ویجاړیږي، هندوان
یې د لوڼو پرعفت تېرۍ کوي او ځوانان يې د «ترهګرۍ ضد مبارزې» په نامه بندي کوي،
ربړوي او وژني یې. یوازې په تېرو څو ورځو کې ۵۰۰ مسلمان ځوانان د هندو پوځیانو لخوا
نیول شوي.
دهندوتوا دولت دې کړنې ته داسلامي
نړۍ ټول حکام غلي پاتې شول او د سعودي عربستان په څېر ځینو له هند سره خپلې اړیکې لا
ټينګې کړې. خو تر ټولو ډېره ګیله د پاکستان له چارواکو کیږي؛ ځکه چې د پاکستان
دولت له لومړیو ورځو راهیسې د کشمیر د ازادولو شعارونه ورکړي، نسلونه يې په همدې فکر سره روزلي او ان د کشمیر پر
سر جګړې ته یې چمتووالی نیولی. د پاکستان نظامي ځواک او اټومي وسله هم د همدې فکر
زیږنده ده. خو لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده، پاکستاني دولت په ورستیو کلونو کې خپل
روایت ته د بدلون ورکولو په هڅه کې دی او له هند سره د دښمنۍ پرځای د سیمې په
مسلمانانو کې دننه دښمن لټوي. ځکه يې د خپلو ځواکونو ډیری برخه د هند د سرحدونو پرځای
په قبایلي سیمو کې او د ډیورنډ کرښې شاوخوا ځای پر ځای کړي دي.
خو دا هرڅه دپاکستان د مسلمان ولس
د غوښتنو خلاف دي. دپاکستان خلک او ان په پوځ کې مخلص او مسلمان افسران تل د دې
هوډ او ارمان لري چې د هندو دولت پر وړاندې وجنګیږي او کشمیر ترې ازاد کړي خو خاين
چارواکي یې مخنیوي کوي. د پاکستان خلک په ټولنیزو رسنیو کې پوښتنه کوي چې «داجنګ
ولې نه پیليږي؟»؛ نه یوازې دا چې د هند پروړاندې له جهاد څخه نه ویریږي، بلکې
غوښتنه یې کوي او تیار دي چې په دې لاره کې ځان او مال قربان کړي.
هو، د کشمیر مسله یوازې نظامي حللاره لري؛ چې هندوان په زور ترې وشړل شي او کشمیر ازاد شي. د
پاکستان دولت دا نظامي وړتیا لري او په دې برخه کې د خپلو سترېرو او ملکي وګړو
پوره ملاتړ هم ورسره دی؛ خو اصلي ستوزه د سیاسې ارادې نشتون دی او دا ستونزه یوازې
د مسلمانانو ترمنځ په یووالي حل کیدای شي.
په سیمه کې د مجاهدینو په مټ
رامنځته شوی، د افغانستان حکومت هم باید پوه شي چې هندو دولت د مسلمانانو محارب
دښمن دی او له دوی سره هر ډول اړيکې باید د اسلام د «الولاء والبراء» پر
اصل ولاړې وي. له هندو دولت سره نېکې اړیکې د کشمیر او هند مسلمانانو پر ناخوالو
او رنځونو سترګې پټولو او له شا څخه پرې د خنجر د ګوزار معنی لري. دهندوانو پرځای
باید د افغانستان حاکم نظام د کشمیر د مجاهدینو او نورو اسلامي ډلو ملاتړ وکړي چې
پر هندو پوځیانو مرګوني ګوزارونه وکړای شي او له کشمیر څخه وتلو ته يې اړ کړي.
خودا هرڅه په اوسني سیاسي جوړښت
کې ممکن نه ښکاري. همدې حالاتو ته په کتو د مسلمانانو د یووالي یو بل فرصت راغلی.
نو پکار ده چې پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د نبوت پر منهج دوهم
راشده خلافت په چوکاټ کې سره یو شي. تر څو داسې یو ځواکمن دولت جوړ کړي چې د
پاکستان پوځي او اټومي ځواک، د افغانستان غیرتمن مجاهدین او ورسره د ناټو له اشغال
څخه پاتې نظامي تجهیزات او وسلې او د منځنۍ اسیا مسلمان ولس او طبیعي سرچينې ټول د
امت د دې دردمنې برخې، کشمیر، د ازادولو لپاره وکارول شي.
که په سیمه کې د مسلمانانو
دولتونه د غزې د لرېوالي په پلمه، د غزې د مجاهدینو له نصرت څخه ډډه کوي او خپل
وروڼه یې په غزه کې ذبحه کېدو ته یوازې پریښي دي؛ نو کشمېر خو ډېر نږدې دی؛ هلته
هم مسلمانان ځورېږي، وژل کېږي او پر مال او ناموس یې د هندوانو په ناپاکو لاسونو
تیری کیږي. تر څو به خپل وروڼه او خویندې د کفارو تر ظالمانه ولکې لاندې پرېږدو؟
دا پوځونه، دا وسلې او ځواک، که د مسلمانانو د ځان، مال او ناموس ساتنه ونه کړای
شي، نو د کوم درد دوا کېدی شي؟ سیاسي واک او نظامي ځواک خو ديني مکلفیت دی چې په
مټ یې الهي شریعت پلی شي، د مسلمانانو ساتنه پرې وشي او د دعوت او جهاد په لاره کې
وکارول شي؛ که څوک دا جرات نه لري
نو دا واک او ځواک دې
په سولهایزه او شرفمندانه توګه خپلو نورو مسلمانو وروڼو ته وسپاري چې ځان له دغه
مسولیته خلاص کړي.