طوفان الأقصی؛ د مسلمانانو حکامو او پوځونو ته د ملي پولو د ماتولو درس
04/07/2024 | تمیم انصار

Print


پوره شپر میاشتې وړاندې فلسطيني مجاهدينو تر څو کلنې کلابندۍ او محاصرې وروسته د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییلو برید وکړ او د دوی مقاومت تر اوسه دوام لري. دغو مجاهدینو اسلامي امت ته د استعماري پولو د ماتولو درس وړاندې کړ. خو له بده مرغه چې د اسلامي امت پوځونو او حاکمانو له دغه درس څخه هېڅ زده‌کړه ونه کړه.
تر ياد برید څو ورځې وروسته امریکايي کښتۍ تر سمندرونو واوښتې، پولې یې ماتې کړې او له ډېر استکبار سره د اسراییلي پوځیانو مرستې ته راورسېدې. خو بیا هم د اسلامي خاورو تش په نامه د آزاد او خپلواکو هېوادونو حاکمانو او پوځونو ځانونه د استعمار له رسم شویو پولو آزاد نکړل او تر استعماري پولو یې هخوا ګام وانخیست. کفر له کفر سره خپل ولایت نندارې ته کېښود، خو مسلمانو حاکمانو او پوځونو استعماري او کفري پولې مقدسې وګڼلې او د الله سبحانه و تعالی دغه حکم ته یې پام ونکړ:

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ﴿التوبة: ٧١﴾
ژباړه:مومنان سړي او مومنانې ښځې ځينې يې د ځينو نورو (يو د بل) وليان (ملاتړي او دوستان) دي.

د غزې مجاهدین په ډېر قوي ایمان او ميړانه د یهودي دښمن پر وړاندې داسې وجنګېدل چې کفري پوځیانو دغه جګړه له انسانانو سره نه، بلکې له نه ښکارېدونکو او رعب لرونکو موجوداتو سره جګړه وبلله، ځکه مجاهدینو کفري پوځیان بې وسې او د جګړې په ډګر کې مات کړي وو.
خو د اسلامي خاورو حاکمانو او پوځیانو بیا هم درس وانخیست، چې الله د مومنانو نصرت او مرسته کوي؛ یوازې په کار ده چې پر الله توکل وشي او د خپلو مسلمانو ورونو او خویندو او ماشومانو او بې‌وزلو مرستې لپاره استعماري پولې ماتې شي، هرومرو به له دغه ګام سره د الله نصرت راځي.
اشغالګرو یهودو ځواکونو د نورو کفري پوځونو او حاکمانو په مرسته داسې وحشت پیل کړ چې ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري او هر ډول بني بشر یې په غزه کې قتل کړ؛ کورونه، جوماتونه، روغتونونه او هر ډول ودانۍ یې بمبارد او ړنګې کړې؛ د خیریه او نړیوالو بنسټونو مرستې یې بندې کړې؛ د څښاک اوبه، خواړه، درمل یې بند کړل ان تر دې چې د غزې مسلمانان له لوږې د هغو بوټو خوړولو ته اړ شول چې اصلا د خوړلو وړ نه وو. د غزې بې وسه مسلمانانو له ډېرې بې وسۍ د اسلامي خاورو پر حاکمانو او پوځونو غږ وکړ خو دغو حاکمانو او پوځونو بیا هم دا جرات ونکړ چې کفري استعماري پولې ماتې کړي او بیا یې هم د الله سبحانه و تعالی پر دغه حکم سترګې پټې کړې:

وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ ﴿الأنفال: ٧٢﴾
ژباړه: که ستاسو څخه په دین کې مرسته وغواړي پر تاسو (د هغوی) نصرت واجب دی.

الله سبحانه و تعالی د غزې مجاهدو مسلمانانو ورونو په توکل، جهاد، مېړانې، شهادت او د الله په لاره کې قربانیو سره د مسلمانانو پوځونو او حاکمانو ته درس درکړ چې که خپل ځانونه له استعماري پولو آزاد کړي او د الله په لار کې جهاد وکړي، الله سبحانه و تعالی به هرومرو د هغوی مرستې ته د بدر د جګړې په څېر ملایکې استوي؛ دا هغوی ته یو فرصت و او دا فرصت لا تر اوسه له لاسه نه دی وتلی. که له دغو فرصتونو کار وانخیستل شي نو الله هغه کسان د دوی ځایناستي کړي چې د الله هر حکم ته به غاړه کېږدي، دغه کفري پولې به ماتې کړي، د یوه امیر تر قیادت لاندې د اسلام د پلي کولو او د دین د اظهار لپاره به جهاد وکړي.
دا هغه فرصت دی چې الله سبحانه و تعالی په دې وخت کې د پوځیانو او اوسنیو حاکمانو د ابتلاء لپاره دوی ته ورکړی دی، نو هغوی باید د ملي پولو په ماتولو د یوه امیر تر قیادت لاندې د اسلامي دولت په تاسیس سره له دغه فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي او په دې ډاډه واوسي چې الله خپل پوځیان پر خپلو دښمنانو برلاسي ساتي. که نه نو الله سبحانه و تعالی به يې د دنيا او اخرت ذلت په برخه کړي.




   ارسال نظر