Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۰۱۸/۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۴مه ۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۱۷مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د غزې د خلکو پر وړاندې وحشیانه جرمونه او بې پوښتنې وژنې؛ دیني وروڼه او مدافعین یې چیرته دي!؟
 (ژباړه)

د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو د څار ادارې (Euro-Mediterranean Human Rights Observatory) د جبالیه کمپ د لویدیځ، الفلوجه سیمې په شادیه ابو غزاله دولتي ښوونځيکې د شاوخوا پنځلسو جسدونو موندل مستند کړي.تر لومړنیو څېړنو وروسته معلومه شوه، چې دوی د جنایت کار یهودي دولت د پوځ له لوري د تحقیق پر مهال اعدام شوي وو. یادې ادارې ویلي چې د شهیدانو دا جسدونه وروسته له هغې کشف شول چې د اشغالګرو پوځیانو موټر له دغه ښوونځي او شاوخوا سیمو ووتل؛ دغو اشغالګرو هلته څو ورځې اړولي وو او هغه کسان یې ځورول چې هلته یې پناه اخیستې وه. عیني شاهدانو ویلي، چې په شهیدانو کې بوډاګان، ښځې او ماشومان هم وو.
د اشغالګرو عسکرو له لوري په سرپناوو، روغتونونو او دهلیزونو کې –چې ویلي یې خوندي ځایونه دي- د بې ګناه ملکیانو وژنې او اعدامونه د دغه جنایتکار او کمزوري یهودي دولت وحشت او جنایت په ډاګه کوي، چې خپله غصه پر بې دفاع ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو سړوي او دوی خپله موخه ګرځوي. دا ملکي وګړي په کومه ګناه شهیدان شول!؟ ښځې، ماشومان او بوډاګان د دغه جنایتکار دولت لپاره څه خطر جوړولی شي!؟
ټول جعلي بشري ارزښتونه او شعارونه افشا شول او د هغو کسانو حقیقت هم په ډاګه شو، چې په دې وحشیانه جګړه کې یې لاس درلود. د بشرپالو بنسټونو او موسسو حقیقت هم روښانه شو، چې د استعماري دولتونو وسیلې دي او یوازې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره د حقونو او انسانیت شعارونه ورکوي؛ خو کله چې د مسلمانانو خبره شي، بیا کاڼه، ګونګ او ړانده شي. دوی د غزې د خلکو پر وړاندې له وحشت ډکو جنایتونو کې شریکان دي. د هغو فېمينسټي بنسټونو حقیقت هم په ډاګه شو، چې په غزه کې یې له جګړې وړاندې فساد خپراوه، د مسلمانو کورنیو د فاسدولو او په ځانګړې توګه یې د دې لپاره کار کاوه، چې ښځې له شرعي احکامو څخه سرغړونې ته وهڅوي؛ خو نن د غزې پر ښځو او ماشومانو د یهودي دولت د وحشي جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله دي.
که د امریکا په مشرۍ د استعماري قدرتونو ملاتړ او د عربو حکامو دسیسې او خیانت نه وی؛ دغه جنایتکار دولت به د نړۍ پر مخ د داسې وحشیانه جنایتونو جرات نه وی کړی چې په غږیزو فایلونو او ویډیوګانو کې ثبت شي. امریکا چې د شر او جنایت مور ده، د غزې د خلکو د ټول‌وژنې لپاره یې یهودو ته شین چراغ ښودلی؛پیسې او وسلې ورکوي. د عربو او په ټوله کې مسلمانو حکامو د امت او لښکرو مخه نيولې او نه یې پرېږدي چې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره حرکت وکړي.
اې مسلمانانو: د فلسطین له خلکو سره مرسته وکړئ، د غزې له خلکو سره مرسته وکړئ او مخکې له دې چې دغه جنایتکار دولت یې تباه کړي، ځان ور ورسوئ. له خپلو غدارو حکامو څخه مخ واړئ او په پوځونو کې د خپلو زامنو لاسنيوی وکړئ چې په غزه او فلسطین کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړي.
اې د مسلمانانو د لښکرو سرتېرو او افسرانو: د اقدام لپاره نور د څه شي په تمه یئ!؟ تاسو به کله پوه شئ چې د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته. که د دوی اطاعت ته غاړه کېږدئ او د خپل وروڼو د ملاتړ په برخه کې پاتې راشئ، همدا حکام او باداران به د قيامت په ورځ له تاسو څخه بېزاره وي، نو ایا تاسو به په دنیا او آخرت کې له زیان کوونکو څخه نه شئ!؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [إِذْ تَبَرَّأَ ٱلَّذِينَ ٱتُّبِعُواْ مِنَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُواْ وَرَأَوُاْ ٱلْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ ٱلْأَسْبَابُ] [بقرة: ۱۶۶]
ژباړه: «کله چې هغه سزا ورکړي، په هغه وخت کې به حالت داسې وي چې هماغه مشران او رهبران چې په دنیا کې یې پیروي کېدله، له خپلو پیروانو څخه به بېزاري څرګنده کړي، خو په عذاب به اخته شي او د هغوی د ټولو اسبابو او وسایلو لړۍ به پرې شي.»

نو له خپل امت سره یو ځای شئ او د دنیا او اخرت ویاړ ترلاسه کړئ.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه
ژباړن: محمد حامد




   ارسال نظر