د اونۍ خبره: د قبة الصخری سمبول ډالۍ کول څه معنا لري؟
12/09/2023 | یوسف ارسلان

Print


د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې د عمومي منشي دکتور علي قره‌داغي په مشرۍ د مسلمانو علماوو د ټولنې پلاوي کابل ته رسمي سفر درلود. په دغه پلاوي کې محمد الحسن الددو، د تکوین العلما مرکز مشر؛ دوکتور محمد الصغیر، د الهیئه العالمیه لانصار النبي مشر؛ نامتو تاریخ‌پوه دوکتور محمد علي صلابي؛ دکتور نواف تکروري، د فلسطین د علماوو د ټولنې مشر او داسې نور علماء شامل وو. دغه پلاوي بېلابېلې موخې درلودې، چې یوه یې د فلسطین قضیه وه. په هغه لیدنه کې چې دغه پلاوي د افغانستان له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره درلوده، نواف تکروري د قبة الصخری سمبول د مسجد الاقصی له زیتونو سره یو ځای دفاع وزیر ته ډالۍ کړ. همدارنګه ښاغلي محمد الصغیر په خپل مخکیني سفر کې ښاغلي سراج الدین حقاني ته هم د قبة الصخری سمبول ډالۍ کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت ته د دغو سمبولونو ډالۍ کول له ځان سره یو پیغام لري؛ یعنې اسلامي نړۍ له اسلامي امارت څخه هیله او امېد لري، چې باید پام ورته وکړي. له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې په غزه کې سخت وحشت روان دی. ټوله نړۍ د یهودي دولت تر شا ولاړه ده، خو د غزې خلک د یتیمو ماشومانو او بې ډاله سرتېرو په څېر په ډګر یوازې پاتې دي. ان د اسلامي خاورو حاکمان په اسرائیلي او امریکايي صف کې ولاړ دي او خپل خیانت ته دوام ورکوي. اسلامي امارت په افغانستان کې د ناټو په ماتولو او د جهادي روحیې په ژوندي ساتلو سره، د مسلمانانو لپاره یوازینۍ هیله ده. هو، د اقصی د سمبول ډالۍ کول په دې معنا دي، چې هغوی باید د اقصی پر وړاندې خپل مکلفیت ته پام وکړي.
اسرائیل په خپل ټول وحشت سره بیا هم په دې جګړه کې ناکام دی. د اسرائیلو او امریکا اصلي موخه د غزې د خلکو ځپل، د حماس له منځه وړل او د «دوو دولتونو» د نقشې پلي کول دي؛ لکه څنګه چې د اسرائیلو او امریکا مشران تل ټینګار کوي چې حماس باید له منځه یوړل شي، خو داسې ښکاري چې هغوی په دې جګړه کې ناکام دي. د ښځو او ماشومانو وژل، وحشت کول او پر روغتونونو بمباري کول، په حقیقت کې د دوی د ماتې ښکارندويي کوي. اسرائیل په دغو عملیاتو کې په دې نه دي توانېدلي، چې د حماس کلیدي غړي په نښه کړي، ان غزې ته د هغوی د عسکرو په ننوتلو سره په ډاګه کېږي، چې یهودي سرتېري د غزې له خلکو سره له ځمکنۍ جګړې وېره لري. په یوه ویډیو کې د یوه یهودي عسکر غږ اورېدل کېږي، چې د وېرې او اندېښنې په حال کې وايي: «موږ په دې جګړه کې بریالي کېدلی نشو، موږ له ارواګانو سره جنګېږو!». ویل کېږي چې خانیونس سیمې ته د دغو عسکرو په ورتګ سره هغوی ته سخت زیانونه اوښتي دي.
په امریکا او اروپا کې ځینو سیاسي څېرو د غزې د نسل‌وژنې سیاست ته په غبرګون کې استعفاوې ورکړې دي، ان د اسرائیلو په دننه کې ځینو کسانو د نتانیاهو د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده. په دې وروستیو ورځو کې چې نتانیاهو له ازادو شوو یهودي بندیانو سره لیدل، نو په هغوی کې یوه ښځه وه چې نوموړې «د اسرائیلو لومړی وزیر تورنوي، چې سیاست ته په غزه کې د پاتې ۱۳۸ بندیانو پر ازادولو لومړیتوب ورکوي». پر نتانیاهو د دې ښځې نیوکو ته ټولو ناستو کسانو چکچکې ووهلې. مګر له بلې خوا د اسرائیلو سیاست د نړۍ په عامه افکارو کې هم ماته خوړلې ده. د نړۍ په ډېرو برخو کې میلیونونو کسانو د یهودي دولت د جنایتونو پر ضد اعتراض کړی دی او اسرائیل یې تروریستي دولت ګڼلی دی. اسرائیلي دولت وارخطا دی او د «لېوني سپي» په څېر هرې خوا ته خوله اچوي او پر هېچا رحم نه کوي. د یهودي بندیانو ازادول او له هغوی سره د مجاهدینو ښه سلوک او برعکس په اسرائیلو کې د فلسطیني بندیانو شکنجه کول بیا بله ماته وه، چې یهودي دولت ته یې ضربه ورسوله. اوس د یهودي دولت ټوله هڅه دا ده، چې په تبلیغاتي جګړه کې دروغو ته مخه کړي. د بېلګې په توګه اسرائیل په دې ورځو کې تور لګوي، چې د اکټوبر د ۷مې په پېښه کې جنسي تېري شوي دي او دا په تبلیغاتي ډګر کې د دوی د ماتې یوه بله نمونه ده. اسرائیلو ته د ایلن ماسک له سفر څخه هرکلی کول دا څرګندوي، چې په رښتینې توګه په عامه افکارو کې د یهودي دولت وضعیت خراب شوی دی.
کله چې یهودي دولت له خپلو ټولو وړتیاوو او نړیوال ملاتړ سره بیا هم داسې بېچاره دی، فکر وکړئ که د مسلمانانو لښکر د هغوی په لوري حرکت وکړي څه به کېږي؟! هو، هر څوک یو فرصت لري او نن د اسلامي پوځ فرصت دی، چې د اقصی په لوري حرکت وکړي. د قبة الصخری سمبول ډالۍ کول په همدې معنا دی. همدارنګه د مسلمانو علماوو ټولنې څه وخت وړاندې د فلسطین د قضیې په اړه فتوا ورکړه، چې «د اسلامي خاورو پر ټولو حکامو واجب دي، چې غزې ته پام وکړي او له خپلو لښکرو سره د هغوی ژغورلو ته ورشي.» دا فتوا د دکتور قره‌داغي لخوا ولوستل شوه، لکه څنګه چې د دغه سازمان په یوه بیان کې راغلي «په فلسطین په ځانګړي توګه په اقصی، قدس او غزه کې زموږ د وروڼو ازادول یوازې جایز نه دي، بلکې واجب هم دي، چې هغوی ته باید نصرت ورکړو». همدارنګه د دغه پلاوي یو غړی دوکتور محمد الصغیر په خپله یوه ویډیو کې د مسلمانانو پر پوځونو غږ کوي، چې د غزې په لوري حرکت وکړي. هغه د غزې د قضیې په هکله په خپله یوه بله وینا کې د اسلامي خاورو حکامو ته وایي: «د لارو او پولو بندول خیانت او له دین څخه انحراف دی». هو، د اسلامي امارت پر پوځ واجب دي، چې د غزې په لوري وخوځېږي او د مجاهدینو پر مخ د پولو بندول جایز نه دي. اسلامي امارت باید پوه شي، چې که چېرې د مجاهدینو یو صف جوړ کړي، نو هېڅوک به یې مخه ونشي نیولی او د نړۍ مسلمانان چې همداسې صف ته شېبې شماري، حتما ورسره یو ځای کېږي. دغه صف له یوې خوا د اسلامي امارت قوت زیاتوي او له بلې خوا د مسلمانانو لپاره یوه هیله ګرځي، چې پوځ  پوځ به ورسره یو ځای شي. نو دغه استدلال چې موږ به له استطاعت او رسمیت پېژندلو وروسته د اسلامي خاورو د ازادولو او جهاد په لوري ځو، یو غیرشرعي استدلال او د شیطان مکر دی، چې مومن باید له هغه څخه الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسي. د رسمیت پېژندل په هغه استطاعت کې نه راځي، چې شریعت د شرط په توګه ټاکلی دی. همدا چې موږ د دولت خبره کوو، په حقیقت کې د قدرت خبره کوو او پر دغه قدرت او اسلامي امارت چې د اسلامي نظام ادعا لري، د مومنانو نصرت فرض کېږي. که د داسې یو صف اعلان وشي، په اسلامي امت کې داسې ظرفیتونه شته چې د دغه صف استطاعت زیات کړي او د یادولو وړ ده چې د بریالیتوب یوازینی لامل د الله سبحانه و تعالی نصرت دی.  
نو اسلامي امارت باید له هغو استدلالونو ځان وساتي، چې د عربو خاین حکام یې تل تکراروي، ترڅو له خپلو مسوولیتونو څخه ځان ته د تېښتې لاره پیدا کړي. فلسطین د دولت-ملت په حللارو او له ملګرو ملتونو څخه په غوښتنه نه ازادېږي. فلسطین یوازې په دعا او غم شریکۍ هم نه ازادېږي. فلسطین یوازې د اسلامي پوځ په جهاد ازادېږی. اقصی په قتال سره ازادېږي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي، چې مسلمانان به له یهودو سره قتال کوي او پر هغوی به مسلط کېږي او په هغه ورځ به ان کاڼي وايي: اې مسلمانه دلته یو یهودي دی، راشه او هغه ووژنه. نو دا یوازې یو فرصت نه دی او یو مکلفیت هم دی. که یو قوم خپل شرعي مکلفیتونه ادا نه کړي، الله سبحانه وتعالی یې بدلوي او پر ځای یې بل قوم ځایناستی کوي.

وَإِن تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ ثُمَّ لَا یَكُونُوا أَمْثَالَكُم [۴٧: ٣٨]
او که تاسو مخ واړوئ، الله به ستاسو پر ځای بل قوم راولي، چې ستاسو په څېر به نه وي.




   ارسال نظر