Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۲۱/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادی الاول ۱۱مه ۲۰۲۳م کال، د نومبر ۲۵مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
علما دې د فلسطین د ازادۍ لپاره د پاکستان پر پوځ د جهاد فرضیت اعلان کړي!
(ژباړه)

د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۱۷مهپه یوه اعلامیه کې د علماوو او مشایخو له یوه پلاوي سره د پوځ د مشر، جنرال عاصم منیر د لیدنې تفصیل خپور کړ. سره له دې چې د اعلامیې له خپرېدو ډېرې ورځې تېرې شوې، خو د علماوو له ډلې یوه یې هم د یادې اعلامیې منځپانګه نه رد کړې او نه یې په اړه خپل مخالفت ښودلی. په دې اعلامیه کې راغلي چې «علما او مشایخ د افراطیت او ترهګري په غندنه کې سره متفق دي ...» «د ناستې ګډونوال د ناقانوني بهرنیو کډوالو د ایستلو په ګډون، د دولت له لوري د سختو اقداماتو په ملاتړ کې یوه خوله وو»«په دغې ناسته کې د غزې د روانې جګړې او ظلمونو په اړه خواشيني څرګنده شوې» او «د پوځ مشر  د علماوو د دغې فتوا، "پاکستان پیغام" ستاینه کړې چې د افراطیانو او ترهګرو لخوا غولوونکي پروپاګند خپرول پکې رد شوي...»
په دغه لیدنه کې علماوو او مشایخو د پیغمبرانو د وارثانو په څیر عمل نه دی کړی. دوی د مظلومو افغان مسلمانانو په شړلو کې حکام محاسبه نه کړل. د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مکلفیت یې ادا نه کړ. دوی د پوځ مشر محاسبه نه کړ چې د پاکستان پیاوړی او لېواله پوځ یې د غزې د مظلومو ماشومانو او ښځو له ملاتړ او خپل مکلفیت له ترسره کولو راګرځولی. د دې پر ځای یې د حکامو د اجنډا ملاتړ وکړ. ښکاري چې علما او مشایخ د پاکستان د حکامو د ظالمانه پاليسۍ او جهاد پریښودلو د پرېکړې ملاتړ کوي.
دا د علماوو مکلفیت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د امت د سلفو پر پله پل کېږدي او د غزې د خلکو د دفاع نه کولو او خپل دغه مسولیت څخه د سرغړونې په سبب د پوځ مشر محاسبه کړي. علما مسول دي چې د پاکستان پر وسله والو ځواکونو جهاد فرض عین اعلان کړي او د غزې د مسلمانانو د ساتنې او دفاع لپاره يې بسيج کړي. موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» «دين نصيحت دی» [بخاري او مسلم]، پر بنسټ علماوو ته نصیحت کوو چې د ظالمو حکامو له امنيتي ادارو څخه مه وېرېږئ. دوی باید د خلکو په منځ کې د شیطانانو وسواس له منځه یوسي. دوی باید د حکامو خیانت پټ نه کړي، بلکې ویې ننګوي. دوی باید په ظلم کې د حکامو له ملاتړ څخه ډډه وکړي.
اې علماوو او مشایخو، د هغو دولتي ادارو د چارواکو هرکلی مه کوئ چې د ظالمانو له لوري مو ګواښي. له کومې وېرې پرته له منبرونو څخه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اوامر اعلان کړئ. د امت د رهبرۍ لپاره خپل مکلفیت ادا کړئ. ستاسو سلفو په خوښۍ سره د ظالمانو په لاس کړاوونه او زندانونه ګالل. د حاکم د محاسبې له شرعي حکم څخه یې مخ نه اړاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَلاَ لاَ يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ هَيْبَةُ النَّاسِ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍ إِذَا رَآهُ أَوْ شَهِدَهُ، فَإِنَّهُ لاَ يُقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ وَلاَ يُبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍّ أَوْ يُذَكِّرَ بِعَظِيمٍ» [رواه احمد، ابن حبان او ابن ماجه]
ژباړه: «مه پرېږدئ چې له خلکو څخه ویره مو د حق له ویلو او څرګندولو منع کړي، ځکه چې د حق ویل یو ستر کار دی، چې نه مرګ نږدې کولای او نه هم رزق لرې کولای شي.»

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾ [فاطر: ۲۸]
ژباړه: «د الله تعالی له بندګانو څخه یوازې علما له هغه تعالی څخه وېره لري (هغه وېره چې د خپلو امورو پر عاقبت دپوهېدو په پایله کې د احترام او تعظیم لامل کېږي)»

په دې توګه د علماوو تر ټولو ستره اندېښنه له انسانانو څخه وېره نه، بلکې له الله سبحانه وتعالی څخه وېره ده. علما باید د مسلمانانو رهبري وکړي، که هغه د حکامو محاسبه وي او که امر باالمعروف او نهی عن المنکر. موږ علماوو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه قول یادونه کوو، چې فرمايي:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ أَوْ أَمِيرٍ جَائِرٍ» [ابو داود، احمد]
ژباړه «تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره ده.»

او همدا راز هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، ورجلٌ قام إلى إمامٍ جائرٍ فأمره ونهاه فقتله» [الحکيم]
ژباړه: «د شهیدانو سردار حمزه بن عبدالمطلب دی او بل هغه کس دی چې د ظالم حاکم د ظلم پر وړاندې ودرېږي او په پایله کې شهید شي.»

موږ علماوو ته ور یادوو چې ستاسو هر کمزوری دریځ به امت کمزوری کړي. تاسو د قیامت ورځې ته پر خپلو اوږو بار زیاتوئ. نو حق ووایئ؛ پر حق ستاسو استقامت او د الله سبحانه وتعالی په لار کې ستاسو سرښندنې به امت ته زور او قوت ورکړي. تاسو باید د پاکستان له وسله والو ځواکونو څخه د د فلسطین د ازادۍ لپاره جهاد په غوښتنه کې د امت رهبري وکړئ. د قرآن او نبوي سنتو د لېږدوونکو په توګه دا ستاسو مسوولیت دی؛ که نه نو د قیامت په ورځ به د الله سبحانه وتعالی په مخ کې د غزې مظلوم مسلمانان د دغو ظالمو حکامو او ستاسو پر ضد شاهدي وايي!

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
ژباړن: محمد حامد




   ارسال نظر