د سپټمبر ۱۱مه؛ دا پلمه اوس څرنګه تکراریږي؟
09/11/2023 | تمیم انصار

Print


غربي استعمار پر نظامي یرغل پیل شوی و خو وروسته یې نورې څېرې هم وموندلې چې اوس په اقتصادي، سیاسي او استخباراتي څېرو هم په نړۍ کې څرګندېږي. غربیان د شیطان لارویان دي او تل د خپل استعمار له لارې غواړي نړۍ کنټرول او د خپلو ګټو لپاره وکاروي. که په نظامي جګړه کې بریالي نشي نو بیا غواړي خپل استعمار ته د سیاسي او اقتصادي نفوذ په بڼه دوام ورکړي.
کله چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو په څېر نړیوال سازمانونه د امریکا لخوا رامنځته شول د نظامي استعمار او جګړې څېره لا بدرنګه شوه، نو استعمارګر هېوادونه اړ وو چې د استعمار اقتصادي او سیاسي څېرې وکاروي تر څو خپلو موخو ته ورسیږي. دوی تل د استعمار لپاره پلمې کارولي.
په افغانستان کې د اسامه بن لادن شتون او امریکا ته د هغه د تسلیمولو لپاره د سپټمبر د ۱۱مې پېښه هغه پلمه وه چې امریکا پر افغان مسلمان ولس خپل یرغل پیل کړ. خو د اسامه بن لادن تر شهيدولو وروسته هم د دوی مسلمان وژنې دوام وکړ او بیا یې هم ډېرې پلمې درلودې چې بېلګې یې په افغانستان کې د افراطي اسلامپاله ډلو ګواښ یا هم له اقتصادي ستونزو سره د افغانستان مخ‌کېدل وو.
د اسلامي امارت تر راتګ وروسته اوس هم دوی غواړي خپل استعمار او نفوذ ته دوام ورکړي. نو ځکه دوی اوس هڅه کوي د اقتصادي مرستو، پانګونو، بشري حقونو او پر داسې نورو پلمو د خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ له لارې استعمار ته دوام ورکړي.
هغه امریکا چې افغانستان ته د راتګ لپاره د سپټمبر یوولسمه پلمه کولی شي؛ په شلو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ته کوم بنسټیز کار نکوي او د افغانستان خلک د بهرنیو مرستو منندوی او پر هغې يې معتادوي، څرنګه امکان لري چې اوس دا بشري مرستې، د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ خونه او د بېلابېلو کفري نړۍ د هېوادونو د پانګونو وعدې د افغانستان د اقتصاد په خیر کار وکړي؟! بلکې دا ټولې هسې پلمې دي. نو اوس هم دوی غواړي په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ په بڼه خپل استعمار  ته دوام ورکړي.
د سپټمبر یوولسمه او اوسنۍ پلمې یوازې دا توپیر لري چې هغه په نظامي نفوذ ولاړه وه خو دا پر سیاسي، اقتصادي او استخباراتي څېرو راڅرګندیږي. نو د کفري نړۍ ټول هېوادونه هېڅکله هم د هغوی له استعماري پلانونو پرته له افغانستان سره مرستې نه کوي.
د افغانستان حاکمان او خلک دې پر دې نرمو او تشویقي دریځونو هم نه غولېږي. ځکه دا هماغه پخوانی پلمې دي یوازې یې څېره بدله کړې؛ که د سپټمبر د ۱۱مې په پایله کې افغانستان نظامي اشغال شو او خلک یې شهيدان شول د دې پلمو په پایله کې یې نسلونه استثمار کیږي، د کارګرو په توګه ترې کار اخیستل کیږي، معدنونه یې د کاغذو (ډالر) په بیه ترې اخیستل کیږي او لاس یې سوال ته اوږدیږي. او د همدې کاغذ (ډالر) له لارې هر کله چې وغواړي بې وزله خلک، سوداګر، پانګوال او حکومت تر فشار لاندې راولي او په اقتصاد کې یې ګډوډي رامنځته کیږي چې د افغانیو پیسو پر وړاندې د دې کاغذ د ارزښت مصنوعي بدلون د دې خبرې شاهدي ورکوي. نوره اسلامي نړۍ هم د دې بېلګه ده چې له معدنونو سره سره بیا هم امریکاییانو ته محتاج دي، ټوله عربي نړۍ د نفتو زېرمه ده خو بیا هم یوازې یې له امریکا څخه کاغذ (ډالر) اخیستی او د مسلمانانو تور زر (نفت) یې پرې پلورلي دي. افریقا یې بله بېلګه ده چې د بېلابېلو معدنونو خاوره ده او په کلونو کلونو تر استعمار او استثمار لاندې ده خو تر اوسه یې خلک دومره بې وزله دي چې د یوه وخت ډوډۍ نشي لاسته راوړلی. 
دا پلمې زموږ د کمزورتیاوو او په حکومتونو کې د تشو د شتون له امله رامنځته کیږي. نو د افغانستان خلک او اوسني حاکمان یې باید له دې پلمو ځان وژغوري او پر خپلو مسلمان ورونو او په اسلامي امت کې له شته ظرفیتونو کار واخلي تر څو شته اقتصادي، سیاسي او نظامي تشې ډکې کړي؛ که نه استعمارګر له همدې تشو په بېلابېلو پلمو سره استفاده کوي او خپل نفوذ پیاوړی کوي.
زموږ سیاسي تشه دا ده چې تر اوسه موږ اسلامي امت پر خپل ځان نه دی راټول کړی او د الله دین مو په بشپړه توګه نه دی حاکم کړی. له دې امله اقتصادي او نظامي تشه هم رامنځته شوې ځکه موږ هغه بازارونه او هغه اقتصادي سرچینې او نظامي امکانات او وسلې چې زموږ او د ټول اسلامي امت حق دی هغې ته لاسرسی نه لرو او استعمار د ملي پولو له لارې راڅخه بېل کړي دي. نو هیله ده چې دا تشه ډکه شي چې د استعمارګرې کفري نړۍ په حاکمیتونو کې رعب او هیبت پیدا شي او د دې پلمو جرأت ونکړي.




   ارسال نظر