مطبوعاتي اعلامیه
هند یو ځل بیا خپلو خلکو ته د حزب التحریر په اړه حقیقت
ویلو کې پاتې راغئ
(ژباړه)
د ۲۰۲۳م کال، د مې په
۱۰مه بېلابېلو رسنیو راپورونه ورکړي چې د هند په دوو ښارونو؛ بهوپال او حیدراباد
کې شاوخوا ۱۶ مسلمانان نیول شوي. په دغو راپورونو کې پر حزب التحریر تور پورې شوی
او یو «ترهګر» سازمان یاد شوی چې د هند پر وړاندې د «جهاد« نیت لري. په راپورونو
کې د ځینو «بهرنیو» استخباراتي ادارو په ګډون بېلابېلې استخباراتي ادارې (دولتي او
د اتحادیې) د «نامعلومو» سرچینو په توګه ماخذ نیول شوې. له نیول شوو کسانو سره د
حزب التحریر له لوري چاپ شوي کتابونه د تورونو اساس بلل شوی. له هغه وخت راهیسې په
انلاین ډول بېلا بېل تورونه خپرېږي؛ ځینې یې دغه ۱۶نیول شوي مسلمانان په تامیل ناډو
ایالت کې د حزب التحریر د غړو له هغې قضیې سره تړي چې اوس روانه ده. (سرچینه)
د نړۍ تر ټولو لویې ډیموکراسۍ؛ یعنې هند په وار وار ښودلې چې دوی ته حقیقت
ارزښت نه لري. د مودي حکومت (د قضایه قوې په ګډون) د ټولنې د بېلابېلو برخو له لارې
غواړي د حزب التحریر مفکورې ته زیان ورسوي او تورونه پرې پورې کړي چې خلک د دغه حزب له دعوت څخه مخ واړوي؛ د مودي حکومت داسې ښيي چې ګواکي د حزب دعوت د
کوم بهرني دولت غوښتنه ده. د حیرانۍ خبره په دغې موضوع کې د رسنیو د ادارو بې
پروايي ده. په هند کې دا معمول ده؛ په داسې حال کې چې د
نړۍ په کچه پر ډیموکراسۍ د
خلکو باور د پام وړ کم شوی او د
دې اصلي لامل دا دی چې خلک پوه شوي چې ډیموکراسي په وار وار د
ژوند په بېلابېلو برخو؛
لکه حاکمیت، سیاست، اقتصاد او ټولنیز برخو کې پاتې راغلې.
دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې مودي په دې وروستیو کې د ډیموکراسۍ په اړه نړیواله غونډه کې د دې خبرې په کولو
ـ چې هند د ډیموکراسیو «مور» ده ـ نړۍ حیرانه کړه. د مودې دې خبرې له ځینو هغو احساساتي او تودې وینې
واله هندیانو پرته چې حقیقت ته له پام پرته د مودي هره خبره مني؛ د هند خلک،
روښانفکران او بنسټونه هم حیران کړل. مشهور مورخ، البیروني په ۱۰۱۶م کال کې د هند
سیمې ته سفر کړی و او د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې بیان کړی چې د تش په نامه
«هندو عالمانو» له دې سره جوړه وه چې د دین او تاریخ په اړه خلکو ته په خپلو خبرو
کې اغراق وکړي او درواغ ووایي او دا ډېری وخت د هغه وخت د حاکمانو له لوري منل
کېدل! ان په دې وروستیو کې وینو چې څنګه د BJP رهبران د کشمیر دوسیو (The Kashmir Files) او د کریلا کیسې (The
Kerala Story) پشان تخیلي
فلمونه د «حقایقو» په توګه مني. ښايي د وخت په تېرېدو د اسلام د دښمنانو له لوري
په درواغو د حقیقت په پټولو کې بدلون نه وي راغلی او د ډیموکراسۍ په نوم ملنډو له
دې خبرې سره لا مرسته کړې وي.
سره له دې چې دولتونه، حاکمان او
د هغو اجېنټان د هند د خلکو پر وړاندې درواغ خپروي، حزب التحریر به د حقیقت له
ویلو او تکرارولو ستړی نه شي. حزب التحریر اسلامي نړۍ ته د حکومتولۍ لپاره خلافت نظام وړاندې کوي. د خلافت د بیا
تاسیس لپاره د حزب التحریر منهج او تګلاره یوازې تر فکري او سیاسي دعوت پورې
محدوده ده او د خلافت نظام د تاسیس لپاره مادي تګلارې، لکه د وسلو او تاوتریخوالي
کارول د شرعي تګلارې خلاف ګڼي.
حزب التحریر دغه دعوت د دې لپاره
کوي چې مسلمانان فکر او غور وکړي او په دې لار کې د مخالفانو تورونو ته پام نه
کوي. دغه بې ځایه تورونه په حقیقت کې متنفذینو ته د حقیقت د لیدلو وړتیا ورکوي، ځکه
چې حقیقت د بل هر څه خلاف خپل جذابیت لري. دغه پیښې د حق د دعوتګرانو پر
وړاندې د جاهلیت د دعوتګرانو کمزوري ښيي. الله
سبحانه وتعالی به د حقیقت د
مخالفانو د دسیسو پر وړاندې د مخلصو دعوتګرو ملاتړ وکړي، بأذن الله.
موږ، حزب التحریر د اسلامي امت استازي یو. موږ پر ټولو
انسانانو؛ مسلمانانو او نامسلمانو
غږ کوو چې اسلام د یو متمدن بدیل په توګه ومني؛ پانګوال نظام، سیکولریزم
او ډیموکراسي پریږدي، چې
د هند د خلکو په ګډون یې انسانیت بدبخته، بېوزله او ویشلی دی. موږ پر هغو مخلصینو، چې خپلو خلکو ته وفادار دي، غږ کوو چې د
پلورل شوو رسنیو د ادعاوو حقیقت معلوم کړي؛ دغه رسنۍ د هغو پانګوالو غلامي کوي چې
د اسلام او مسلمانانو له بدنامولو ګټه اخلي تر څو خلک د ازادۍ او ډیموکراسۍ په
نامه په خپله غلامۍ کې وساتي. په داسې حال کې چې موږ
مسلمانان هغه قوم یو چې الله سبحانه وتعالی
رالېږلي یو تر څو انسانان د انسانانو له عبادت څخه د الله عبادت؛ د
دنيا له تنګوالي څخه د
دنيا او آخرت پراخوالي او د دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته
راوبولو.
[إِنَّهُ
مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا
يَحْيى]
ژباړه: «حقیقت دا
دی، څوک چې د مجرم په توګه د خپل رب حضور ته ورشي، د هغه لپاره دوزخ دی، چې په هغه
کې به نه مري او نه به هم ژوندی پاتې کېږي.» [طه: ۷۴]
انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر
مشر
ژباړه: فریدون محتاط