اوسنی افغانستان او ترې چاپېره بې ثباته سیمه!
05/29/2023 | ابراهیم منیب

Print


په افغانستان کې د یوه ستر او مثبت بدلون او له دغه هېواده د ناټو ځواکونو د وتلو یو کال او نهه میاشتې وشوې. په دې موده کې د نړۍ او سیمې هېوادونو دېرې هڅې وکړې چې خپلې پالیسۍ، غوښتنې او اندېښنې ووایي او د افغانستان نوی دولت د نړیوالو او سیمه‌ییزو ناستو، کنفرانسونو او لیدنو له لارې د خپلو سیاسي تګلارو تابع کړي. تر دوو کالو کم وخت کې د نړۍ او سیمې هېوادونو لسګونه ناستې، کنفرانسونه؛ دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې خبرې‌اترې وکړې چې اصلي موضوع یې د افغانستان قضیه وه؛ یا یې په یوه برخه کې د افغانستان په هکله بحث شوی. یادې ناستې د سیمه‌ییزو سازمانونو؛ لکه د جمعي امنیت تړون، شانګهای د همکاریو سازمان او دغه راز نړیوالو سازمانونو؛ لکه ملګرو ملتونو او په هغه پورې اړوندو بنسټونو، د اسلامي همکاریو سازمان، G7، G20 او نورو له لوري په بېلابېلو نومونو جوړې شوې. د دغو ناستو او غوښتنو موخه او انګېزه پر افغانستان د ګاونډیو او د نړۍ د قدرتونو د غوښتنو او پالیسیو تحمیلول دي؛ دا چې څنګه د افغانستان سیاسي حاکمیت د دوی پر رسم شوي مسیر سم کړي او د اسلام له لویې اجنډا څخه یې لرې وساتي.
د نړۍ، سیمې او ګاونډ هېوادونو د افغانستان واقعیت، ظرفیت او جغرافیايي او امنیتي موقعیت دومره ژور درک کړی چې دا خبره یې خوب ته نه پرېږدي. ځکه نو یو په بل پسې د حاکمانو او عامه اذهانو د انحراف لپاره ناستې، کنفرانسونه او بېلابېلې خبرې برابروي چې د ا.ا.ا د خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو پالیسیو لارې ته سم کړي.
افغانستان د منځنۍ او سوېلي آسیا ترمنځ یوازینۍ سیمه ده چې شاوخوا سیمې یې د ګاونډیو دولتونو د ناکامۍ له امله بې ثباته دي. دا چې افغانستان له ختیځ، سوېل ختیځ او سوېل لوري په امنیتي کرښه کې دی؛ دې خبرې د پاکستان متزلزل دولت اندېښمن کړی. په شمال کې د روسانو او منځنۍ آسیا د درېیو هېوادونو اندېښنه د پام وړ ده. د آمو په پورې غاړه کې شته انساني، جهادي او اسلامي ظرفیتونو د روسانو او منځنۍ آسیا د حاکمانو خوب تښتولی. ختیځ ترکستان؛ یعنې د چین مسلمان‌مېشته سیمې، دغه هېواد د جهادي ظرفیتونو له شتون څخه وېرولی. دغه سیمې په حقیقت کې د چین دولت پټ ټپ ګڼل کېږي. په سیستان او بلوچستان - چې له افغانستان سره پوله لري- کې د انقلاب تږي اوسېږي چې پاڅېږي او ځان د فاسدو دولتونو له ظلم او تبعیض څخه خلاص کړي. له کلونو بې ثباتۍ وروسته په افغانستان کې یو څه ثبات راغلی؛ خو سیمه له سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ سره مخ ده.
د افغانستان پر جغرافیايي موقعیت سربېره؛ د دغه هېواد دننه او شاوخوا هېوادونو بالقوه ظرفیتونو د نړۍ، سیمې او ګاونډ دولتونه اندېښمن کړي. نړیوال قدرتونه دا سوچ لري چې که یې افغانستان له پوځي لارې تر خپل واک لاندې را نه ووست، بلکې ماته یې پکې وخوړه؛ نو باید د ا.ا.ا له سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړخه د ځان تابع او دغه نوی دولت له نطفې کمزوری کړي. دا ځکه چې دوی د سیمې حساس او ماتېدونکی وضعیت درک کوي او پوهېږي چې د افغانستان شاوخوا سیمه په یوه ساعتي بم بدله شوې؛ داسې چې د افغانستان له لوري په یوه کوچني خوځښت هغه سیمه‌ییز نظم ړنګېدی شي چې د دوی د ګټو پر بنسټ جوړ شوی. نو د افغانستان اوسنی وضعیت او د سیمې بدلونونو یو غوره فرصت رامنځته کړی. څرنګه چې افغانستان د سیمې هېوادونو په پرتله خپل ثبات ښه ساتلی او له کلونو وروسته له ډېرو اسلامي ګټو برخمن شوی؛ دغسې کولی شي د خلکو د دغو اسلامي غوښتنو کړۍ لویه کړي او ټوله سیمه په لویه اجنډا له ثبات او اسلامي ارزښتونو برخمنه کړي.
اړینه ده چې داسې بهرنی سیاست او پالیسي جوړه شي چې د یوه اسلامي دولت د روایت پر بنسټ وي؛ داسې پالیسي چې په هغې کې د افغانستان د شاوخوا سیمو مظلوم خلک رول ولوبولی شي. ځکه چې په دغو خلکو کې داسې ظرفیت لیدل کیږي چې له لویو اجنډاوو سره یوځای کېدو ته چمتو دي او تر خپل وس پورته مرسته کوي.
دغه حاکمیت باید دوی ته خپلې سرې کرښې، چې د اسلامي شریعت له مخې وي، روښانه کړي؛ خپله سیاسي پالسي د سیمې او نړۍ له پالیسۍ بېله جوړه کړي او د خلافت دولت په تاسیس سره اسلام اقامه کړي؛ په دې کې د ختیځو او غربي قدرتونو خوښي او نا خوښي مهمه نه ده. دغه حاکمیت باید خپلې شرعي غوښتنې دغو دولتونو ته داسې وړاندې کړي چې په هغو کې د اسلامي نظام تر ټولو اساسي اصل د اسلام خپرول او د کلمة الله لوړول وي او د دغو دولتونو د ضعف، محدودیتونو او مجبورتیتونو له مخې له هغوی سره تعامل وکړي.
که داسې ونه شي، اوسنی فرصت به مو له لاسه ووځي او د نړۍ، سیمې او ګاونډ دولتونه به هڅه وکړي چې په هڅولو یا ګواښلو د اسلامي حاکمیت لاره کږه کړي او د پخواني شوروي تر سقوط وروسته رامنځته شوي فرصت په څېر به اسلامي حاکمیت دې ته اړ کړي چې له اوسني نړیوال نظم؛ د امریکا، روسیې او چین په څېر محاربو دولتونو او مزدورو ګاونډیو هېوادونو سره میثاق ولري. په داسې حال کې چې تر ټولو غوره میثاق، له الله سبحانه و تعالی سره میثاق دی. نو عاقبت د هغو دی چې له الله سبحانه و تعالی سره میثاق باندې وفا وکړي!

وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ [مائده: ۷]
ژباړه: «الله چې تاسو ته کوم نعمت درکړی، هغه په یاد ساتئ او هغه میثاق (پوخ تړون) مه هېروئ چې له هغه سره مو کړی دی. یعنې ستاسو دا وینا چې: موږ واورېدل او اطاعت مو وکړ. او له الله څخه تقوا غوره کړئ، له شک پرته چې الله پر زړونو عالم دی.»




   ارسال نظر