کوم اختلاف جایز دی او کوم نه؟
01/19/2023 | لیکوال: محمد یوسف حنیف

Print


ډېری انسانان وحدت خوښوي، نه غواړي چې اختلاف ولري، ځکه اختلافات ستونزي زيږوي، جنګونه رامنځته کوي، فاصلې ډېروي، په زړونو کې کرکې او نفرتونه رامنځته کوي، خو ايا وحدت ممکن دی؟ ايا په بشپړ ډول اختلاف له منځه تلای شي؟ ايا اختلاف منفور دی؟ ايا شريعت اختلاف ته اجازه ورکړې ده  که نه؟ په دې لنډه ليکنه کې به دې پوښتنو ته ځواب ووايو.
اختلاف د انسانانو په خټه کې اخښل شوی دی، له هغه ورځې چې انسان ځمکې ته راغلی تر ننه يې له نورو انسانانو سره اختلاف کړی دی. هابل او قابل د يوې نجلۍ پر سر چې د کوم يوه حق کيږي، اختلاف پیدا کړ. يو کوچنی فاميل د انساني اختلاف ښه مثال دی، دا چې نن غرمه يا شپه به څه خورو؟ د يوه فاميل ټول غړي په دې کې وحدت نه لري، د يوه، يو څه ته او د بل، بل څه ته زړه کيږي، خو له مجبوريته بيا پر يوه رايه اتفاق کوي. د رنګونو، مسکن، لباس... پر سر اختلاف د اختلاف ډېر ښکاره بيلګې دي. کله چې په يوه فاميل کې اختلاف وي، نو په انساني ټولنو کې به څنګه اختلاف نه وي، په صحابوو کې د عایشې او ابن عمر، ابوبکر الصديق او عمر، معاويه و علي رضي الله عنهم... په تابعينو، تبع تابعينو، مجتهدينو او تر نن ورځي پورې مذهبي اختلافات يو عاقل مسلمان ته دا ورښيې چې اختلاف ستونزه نه لري.

إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰ (سورة اليل)
ستاسو ه‍څې مختلفې دي

په پورتني ايت کې الله سبحانه وتعالی د انسانانو واقعيت ته اشاره کوي، چې تاسو هر يو مختلفې هڅې کوئ، خو هغه هڅې چې په وروسته ايتونو کې یې تشريح کوي ستاسو له ياده بايد ونه وځي.
اختلاف د ابتلاء وسیله ده، الله سبحانه وتعالی خپل بندګان ابتلاء کوي چې د اختلاف په صورت کې څه کوي، رعيت ابتلاء کوي چې د اختلاف په صورت کې د حکامو اطاعت کوي او که بغاوت، حکام ابتلاء کوي چې د رعيت خوښه مراعت کوي او که هغوی په فتنه کې اچوي، ميرمنه ابتلاء کوي چې د اختلاف له خاطره د مېړه اطاعت کوي او که د خپلي خوښې له خاطره نافرماني کوي...
لکه چې اختلاف انساني فطرت دی، په همدې شکل وحدت هم انساني فطرت دی، په دې معنا چې که انسانان اختلاف کوي؛ نو په ځينو چارو کې وحدت هم پيدا کوي، له دې امله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د شريعت او دين پيروان دي، نو د وحدت او اختلاف موارد هم بايد د اسلامي شريعت مطابق مراعت کړي، که موږ قرانکريم، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت او سنت او اسلامي فقهې ته مراجعه وکړو، نو درک به کړو چې اسلام په جديت سره په عقيده او سياست کې اختلاف منع کوي، که يو څوک له اسلامي عقېدې څخه تر منلو وروسته انکار وکړي، د ارتداد له خاطره اسلام هغه ته يوازینۍ جزا مرګ ټاکلې، همدا ډول له واحد اسلامي نظامه باغي ته يې د وژلو جزا ټاکلې، سره له دې چې بيا د جنازې لمونځ هم ورباندي کيږي او مال يې غنيمت نه اخيستل کيږي. له يوه خليفه او حاکم پرته يې د دویم د وژلو امرکړی، په داسي حال کې چې کېدای شي هغه يو بااستعداده او لايق کس هم وي ځکه چې خلکو خپل مشر اعلان کړی وي. لکه چې یادونه وشوه عقیدوي اختلاف هم حرام دی. د عقيدوي اختلاف د تحريم په اړه ډير نصوص شته چې له سنت څخه يې يوازې يوه بيلګه وړاندې کوو، بخاري او مسلم له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

لا يحِلُّ دمُ امرءٍ مسلمٍ إلَّا بإحدَى ثلاثٍ , الزِّنَى , والنَّفسُ بالنَّفسِ , والتَّاركُ لدينِه المفارقُ للجماعةِ
د مسلمان وينه يوازې په دې درو حالاتو کې جائز ده، واده لرونکی زاني، نفس د نفس په مقابل کې (قصاص)، ددين پريښودنکی(مرتد) او د مسلمانانو د جماعت پريښودونکی

شيطان تل انسان ته په کمین کې ناست وي او فرصتونه څاري، له انساني ضعفونو څخه د انسان په بې لارې کولو کې وروستۍ هڅه کوي، ښه بيلګه يې خوارج دي چې د ځينو اختلافاتو او نظرياتو له خاطره يې تفرقه وکړه او اسلامي جماعت يې پريښود، د متکليمينو ترمنځ د قران د خالق او مخلوق والي پر سر ځيني علماؤ پر ځينو نورو د کفر فتواوې ورکړې... الله سبحانه وتعالی فرمايي:

إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ(فاطر)
واقعا شيطان ستاسو دښمن دی، تاسو هم دښمني ورسره وکړئ، هغه خپله ډله دوزخ ته بلي، تر څو له دوزخيانو څخه شي.

کله ناکله د انسان نفس چې څه ته تمایل لري او یا یې هغه څه چې خوښيږي يې او يا هغه نظريات يا افکار چې ډېر احساسات ورته لري، ددې باعث کيږي چې انسان بغاوت او تفرقې ته هڅوي،

وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ (يوسف)
زه د خپل نفس برأت نه کوم، واقعا نفس په بديو امر کوي، مګر پرته له هغه چا چې زما رب ورباندي رحم وکړي، بي شکه زما رب بخښونکی او مهربان دی

له بله اړخه بیا په عملي فقه، انساني علومو، افکارو، ورځنيو چارو او حل لارو کې اختلاف جائز دی، له همدې اختلافه اسلامي امت ته ډېر لوی خير رسېدلی، فقهې وسعت پيدا کړی، مختلف منهجونه او حل لارې رامنځته شوي...
په هغه چارو کې چې اسلام د اختلاف حق ورکړی، اختلاف رحمت او خير دی، هلته د اختلاف مخه نيول شر دی او په کومو چارو کې چې اسلام اختلاف تحريم کړی، هلته اختلاف کول شر او حرام دي. په اختلافي مسائلو کې بايډ يو مؤمن پراخه سينه ولري. له دې کبله چې يو مخالف نظر يې نفس ته قناعت نه ورکوي، يا عقل يې قناعت ورباندې نه لري، د هغه بل مسلمان سره کرکه او دوښمني باید ونه کړي، متآسفانه چې نن د اکثريت مسلمانانو همدا حال دی. مسلمانان په جایز اختلاف کې له یو بل سره د دښمنۍ پر ځای باید ښه اړیکه او ښه چلند ولري.
کله چې خبره د امير او ماتحت د اختلاف راشي، نو د صحابوو په اجماع ثابت حکم دا دی چې په اختلافي مسائلو کې تر هغه وخته اختلاف جائز دی چې امير تصميم نيسي، کله چې يې تصميم ونيوه، له هغه وروسته مطلق اطاعت واجب دی، ناراضي، نجوا او بې اطاعتي درې واړه حرام دي. کله چې عمر رضي الله عنه د مفتوحه ځمکو په اړه تصميم ونيوه چې دا به نور د مجاهدينو ترمنځ نه تقسيميږي، د خپلو مالکينو په لاس کې به وي او خراج به ورکوي، په دې سياست کې علي، عثمان او طلحه رضي الله عنهم ورسره موافق وو، خو بلال، عبدالرحمن ابن عوف، زبير... رضي الله عنهم ورسره مخالف وو، خو بیا يې هم د خپل امير په وړاندې بغاوت ونه کړ، اطاعت يې وکړ، لنډه دا چې اختلاف انساني فطرت دی او  اسلامي شريعت هم مراعات کړی، دا بايد د مؤمنانو ترمنځ د فتنې، بې اطاعتۍ او دښمنۍ سبب نشي.

وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

(الحشر ۱۰)
هغه کسان چې له دوی (مهاجرينو او انصارو) وروسته راغلل وايي، اې زموږ ربه موږ او زموږ وروڼو ته چې له موږ نه مخکې تېر شوي دي، مغفرت وکړه او زموږ په زړونو کې له مؤمنانو سره کينه مه اچوه، اې ربه ته ډېر مهربان او رحيم يې.




   ارسال نظر