د وسط، شاهد او خير امت په توګه زموږ دنده څه ده!؟
10/05/2022 | سیف الله مستنیر

Print


اوس‌مهال د اسلامي امت تر ټولو ستره او اساسي پوښتنه دا ده چې د نړۍ د امتونو په منځ کې یې ولې خپل تاریخي هويت له لاسه ورکړی؟ هغه هویت چې له پیله یې د اسلامي عقيدې پر بنسټ دولت رامنځ ته کړی و او دغه دولت بيا بشریت ته ځانګړی فرهنګ او تمدن ورکړی و، هغه فرهنګ او تمدن چې آن نږدې ۱۴ پیړۍ یې دوام وکړ . خو نن دغه امت د نړۍ د امتونو د صدارت له مقام څخه رالوېدلی، په نړیوالو اړيکو او نړيوال موقف کې یې اغېز پوره له منځه تللی، جغرافیه یې وېشل شوې او د اسلامي خاورې په هره ټوټه کې د ځانګړو ملي، قومي، نژادي او مذهبي مفکورو، شعارونو او ګټو تر نامه لاندې یو له بل سره په دښمنۍ او تفرقه اخته شوی دی.
په داسې حال کې چې د اسلامي امت د هویت بنسټ رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحی پر اساس په خپلو مبارکو لاسونو اېښی دی، هغه ته يې نظام تاسيس کړی او بيا يې د دعوت او جهاد له لارې پراختيا ورکړې او په پای کې یې په حجة الوداع کې ډېری امتيان را ټول کړي او له هغوی نه یې پوښتلي چې؛ آیا هغه خپل رسالت او الهي امانت دوی ته رسولی؟ هغوی ټولو په یوه غږ ورته ویلي چې؛ تاسو خپل رسالت رسولی او الهي امانت مو ادا کړی دی او په پایله کې یې پر دغه وضعيت باندې الله سبحانه وتعالی شاهد نيولی دی. 
نن د اسلامي امت یادونه کیږي، خو د یوې داسې مسمی په توګه چې نوم یې شته، خو محتوا او واقعیت یې نشته. د دغه امت د نوي نسل بچيان په هره ملي جغرافيه کې په داسې ثقافت سره تربیه شوي او تربيه کيږي چې له نور امت سره یې اړيکه پرې شوې ده، داسې چې په اړه یې هېڅ ژوندی او مسوولانه احساس نه لري، بلکې د اسلامي امت واقعیت یوازې د تاریخ په توګه وریادېږي، د تاریخي واقعیت په څېر یې مطالعه کوي، خو له نن سره د دغه امت ژوندۍ اړيکه، د هغه د بيا را پورته کېدو اړتيا او د امت د مفهوم د احيا پر وړاندې یې پر مکلفیت هېڅ بحث نه کيږي. همدغه وضعيت د دې سبب شوی چې نسل په نسل د امت مفهوم، د امت د مرګ او ژوند قضيه، د امت بنسټیزه او برخليک ټاکونکې ستونزه اصلاً ونه پېژني او نه یې په اړه کوم ژوندی او ژور احساس ولري. 
زما په نظر دلته ستونزه یوازې د نوي نسل نه ده، بلکې ستونزه او مکلفیت تر ډېره تېرو نسلونو ته ورګرځي، د هغوی انحطاط ته، ځکه دا له هغوی څخه راپاتې شوې چې اسلام یو زوړ، جامد او د اوسني عصر ستونزو ته ځواب نه ويونکی دين دی. هغوی موږ ته له دین څخه جامده عقیده؛ یوازې لمونځ، روژه، حج او ځينې اخلاق او آداب را ښودلي. دا یې نه دي راښودلي چې اسلام داسې عقيده ده، چې د بشري ژوند د ټولو چارو؛ سياسي، اقتصادي، ټولنيز، تعليمي، کورني او بهرني سياست او …  لپاره احکام او حللارې ورکوي. يا دا چې اسلامي عقيده باید نور بشريت ته ولېږدول شي، ترڅو پاتې بشريت زموږ مسلمان وروڼه شي او هغوی هم د حق لور ته هدایت شي. همداراز دغه عقيده خپل ځانګړی، نظام لري چې د هغه له لارې کولای شو واحد امت شو او د هغه په واسطه کولای شو، د تېر په څېر یو ځل بيا قوت او عزت ولرو. ځکه ذاتاً اسلامي عقيده سياسي (د ژوند د چارو سنبالوونکې)، قتالي (جهادي او جګړه‌ییزه) او روحي (د الله سبحانه وتعالی د شریعت؛ حلال او حرامو د معیار پر بنسټ د عمل مننوکې‌) عقيده ده. 
راځو په دغه ليکنه کې د اوسنيو مسلمانانو همدغو سترو پوښتنو ته ځواب وايو، چې موږ څنګه امت یو؟ کوم مو صفات دي؟ تکليف مو څه دی؟ له کومې لارې کولای شو، خپل دغه له لاسه وتلی هویت بېرته را خپل کړو؟ ځکه یوازې د دغه هویت بيا احيا کول؛ په صراط المستقيم باندې زموږ مسير تضمينولی شي او د «المغضوب علیهم» یا یهودانو او «الضالین» یا نصاراوو له لارې او برخليک څخه نجات موندلی شو او بس! ځکه له یوې خوا په دې اړه په پینځه وخته لمونځونو کې د فاتحې سورې په لوستلو سره الله سبحانه وتعالی راښودلي او دعا کوو چې؛ موږ مستقيمې لارې ته هدايت کړه او د یهودو او نصاراوو په لاره مو مه روانوه. له بلې خوا رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو سنتو له لارې خبرداری راکړی چې تاسو به کټ مټ او ګام پر ګام د دوو پخوانیو امتونو په قدمونو ځئ، تر هغه چې هغه که د کربوړي یا چلپاسې په غار ننوځي، تاسو به هم ورپسې ننوځئ. نو دا هم تاسې او دا هم د دې سترې ستونزې فکري او سياسي علاج او حللاره:
د امت مفهوم
هغه بشري ټولنه چې واحد دین، واحد زمان او مکان یې سره یو ځای کړي، که څه هم دغه یو ځای کوونکې موضوع د دوی په خپل اختيار سره وي او یا هم د چا له خوا پرې تحميل شوې وي. ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

  "بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَىٰ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰ آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ“ ﴿الزخرف: ٢٢﴾

یعنې: بلکې هغوی وايي: موږ خپل پلرونه او نيکونه په هغه دين باندې موندلي او موږ هم د هغوی پر لاره (بت پرستۍ) ځو. دلته د امت معنی؛ فکر، عقيده، طریقه، شريعت او منهاج دی. 

همداراز الله سبحانه وتعالی فرمايي:

"إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ“ ﴿النحل: ١٢٠﴾

یعنې: ابراهيم (هغه چې تاسو مشرکين او یهود پر هغه افتخار کوئ) داسې پېشوا او د الله سبحانه وتعالی لپاره مطیع او حق‌پالونکی و چې اصلاً ستاسو مشرکانو له ډلې څخه نه و.

دلته د امت معنی؛ د جماعت قايم مقام دی، ځکه ابراهيم د خپل عصر د ټولو اديانو خلاف پر حق دين و. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زید بن عمرو بن نفیل هم په همدغه صفت سره موصوف کړی دی. د زید له زوی سعيد څخه روایت دی، چې هغه د خپل پلار (زید بن عمرو بن نفیل) په اړه نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: زما پلار لکه څنګه چې تا ليدلی و او لکه څنګه یې چې په اړه تاسو ته معلومات رسيدلي، هماغسې و، نو بښنه ورته وغواړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: "نعم فإنه يبعث يوم القيامة أمة وحده“ یعنې: هو له شک پرته هغه د قيامت په ورځ یوازې د امت په توګه راپورته کيږي. نوموړی هغه کس و، چې د نورو احنافو خلاف یې هڅه کوله د ابراهيمي دین پر بنسټ د ټولنې له ناوړه سياسي، اقتصادي او ټولنیزو قوانينو سره مبارزه وکړي. هغه په خپل ټول ژوند کې یهودانو، نصرانيانو او بېلابېلو دينونو ته مراجعه وکړه، ترڅو ابراهيمي دین دقیق تشخیص کړي، خو کله به یې چې د هغوی شرک او کفر ليده بیا به یې ورڅخه مخ اړاوه او همېش یې هڅه کوله حق ابراهیمي دین پیدا کړي. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم د لومړني اسلامي دولت په اساسي قانون (صحيفه او یا د مدينې په میثاق) کې مسلمانان (انصار او مهاجرين) ”أمة من دون الناس“ له نورو خلکو څخه بېل امت و بلل. نو هر قوم چې یوه فکر، عقيدې، شریعت او ډلې ته منسوب شي، هغه امت دی او د هغوی هر نسل ځانته یو امت دی، ځکه نسل هم د خلکو هغه صنف دی چې د نسب او رحم او یا هم د فکر او عقیدې له مخې یو له بل څخه بېلېږي. دې ته ورته الله سبحانه وتعالی فرمايي:

"وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم …“ ﴿الأنعام: ٣٨﴾

یعنې: په ځمکه کې هېڅ خوځېدونکی او هېڅ الوتونکی چې په دوو وزرونو الوت کوي شتون نه لري، مګر ستاسو په څېر امتونه دي (چې د ژوند د نظام خاصې ځانګړتياوې لري). 

نو د پورتنيو دلايلو پر بنسټ؛ هر هغه جماعت چې خپل ژوند او معيشت د ځانګړي فکر، عقيدې، غريزې او فطرت له مخې تنظیموي، هغه که په خپل اختيار سره وي او که د بل په اختيار، ورته امت ويل کيږي.‌ له همدې امله امت یو پېچلی، متنوع او ټولنيز جوړښت دی چې خلک د عقيدې پر بنسټ سره رانغاړي او د ژوند په ځانګړي نظام سره یې ستونزې حل کوي او په دې اړه ټول سره متفق وي. 
د اسلامي امت صفات، موخه او تکلیف
اسلامي امت هغه اجتماعي جوړښت دی چې د اسلامي عقيدې له مخې له بېلابېلو ولسونو او قبایلو څخه رامنځ ته شوی. دغه اقوام او قبايل باید په الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د قيامت په ورځ ایمان ولري او باید د احکامو له هغې منظومې سره تړلي وي چې د شريعت تر نامه لاندې یې اسلامي عقيده پر مسلمانانو تحميلوي. 
دغه عقيده به د اسلامي امت په منځ کې د اسلامي شريعت پر بنسټ عام عرف رامنځ ته کوي، چې له سياسي وعی (د عقيدوي زاويې پر بنسټ له رامنځ ته شوې پوهې او ويښتابه) څخه به سرچینه اخلي او د ژوند هرې مسئلې ته به د همدغه عقيدې له زاویې ګوري، په ټولنه کې به ايماني فضا حاکموي، ترڅو خلک د خير او صلاح پر لور ګډ خوځښت پیل کړي او د هر منکر پر وړاندې جدي موقف ولري او د ژوند په ټولو برخو کې یوازې اسلام پلی کړي او نورو ته یې هم د خير خورولو او خپل ټولنيز او سياسي مکلفیت په توګه د دعوت او جهاد له لارې ورسوي. 
الله سبحانه وتعالی د هر امت لپاره ځانګړی نظام او د ژوند خاصه طریقه ټاکلې ده. له همدې امله د بشريت تر ټولو وروستي امت (اسلامي امت) ته یې تر ټولو کامله او شامله طریقه او نظام ور په برخه کړی دی. ځکه له یوې خوا تر اسلام وروسته بل دین نه راځي او له بلې خوا له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته بل پیغمبر هم نه راځي، له همدې امله د انبياوو علیهم السلام دغه دروند مسووليت هم د وروستي امت پر غاړه اچول شوی دی. نو اړينه ده چې د هغه هدف او صفات و پېژنو. 
الله سبحانه وتعالی فرمايي:

"لِّكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُّسْتَقِيمٍ“ ﴿الحج: ٦٧﴾

یعنې: د هر امت لپاره مو (د هغه د وخت او شرایطو سره سم) ځانګړی نظام (شریعت) ورکړی، چې د هغه له مخې یې حرکت او عمل کړی دی. (نو تا ته مو هم وروستی آسماني نظام او شریعت درکړی، چې د پخوانیو شريعتونو ناسخ او تر قيامته د خلکو لپاره کافي دی) نو باید په دغه چاره کې هغوی له تاسره منازعه ونه کړي‌ (اهل‌کتاب ګومان ونه کړي چې هغه څه چې په تورات او انجيل کې دي، هغه د دوی لپاره کافي دي، بلکې باید په دې پوه شي چې د هغو حکم د قرآن په واسطه منسوخ شوی دی). نو ته د پروردګار خوا ته دعوت وکړه او قطعاً ته د لارې پر مخ پر هدایت پسې روان یې.‌

دغه آیت شریف پر دې دلالت کوي چې هر امت ځانګړی د ژوند نظم او نظام لري، چې د هغه پر بنسټ ژوند کوي، مګر بېرته نور امتونه؛ یهود او نصارا دې ته متوجه کوي چې د دغه وروستي امت په چاره کې ورسره منازعه ونه کړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په صراحت سره وايي چې یوازې ته د هدايت په مستقيمه لار روان یې، نو هغوی او پاتې بشر د رب لور ته دعوت کړه. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله په مدينه منوره کې د اسلامي امت د بنسټ ډبره د لومړني اسلامي دولت په تاسيس سره اېښودله او وروسته له هغې دغه امت د نورو امتونو او خلکو پر وړاندې خپلې اساسي دندې ته اوږه ورکوله، الله سبحانه وتعالی د بقرې د سورت نزول هم پیل کړ او نوموړی سورت تر نورو ټولو سورتونو په اوږده موده کې نازل شو. دغه سورت د اسلامي امت بنسټ په نوي کتاب (قرآن) باندې بنا کړ، چې یوازې د متقيانو لپاره هدایت دی. په همدغه سورت کې یې تېر امتونه د اسلام منلو ته وهڅول او ترې ویې غوښتل چې تاسو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې تر ټولو لومړي کافران مه کېږئ. ځکه له هغوی څخه وخت پر وخت د خپل پیغمبر په ژبه عهد اخيستل شوی و، چې د وروستي پيغمبر تصديق، تاييد او پيروي به کوي. مګر دوی دا کار ونه کړ. تر هغه چې الله سبحانه وتعالی خپل دغه ماموريت له هغوی څخه واخيست او اسلامي امت ته یې ور په غاړه کړ. الله متعال فرمايي:

"تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ“ ﴿البقرة: ١٣٤﴾

یعنې: هغوی هغه امت وو، چې تېر شول، هغه څه یې چې ترلاسه کړل، هغه د دوی دي او هغه څه چې تاسو ترلاسه کوئ، هغه ستاسو دي او د هغه څه په اړه چې دوی ترسره کړي دي، له تاسو پوښتنه نه کيږي. 

که په تدبري ډول د بقرې سورت له خپل نزولي سياق سره یو ځای مطالعه شي، په صراحت سره دا موندل کيږي چې الله سبحانه وتعالی ډېره هڅه کړې تر څو بني اسرائيل د نوي دین منلو او له هغوی سره یو ځای کېدو ته وهڅوي، خو کله چې دوی له یقین سره-سره کفر ته مخه کړې، نو بيا یې له هغوی څخه لاس اخيستی، آن د هغوی له قبلې یې مسلمانان اړولي او وروسته له هغې یې هغه مستقیم خطاب چې د بقرې سورې په لومړۍ نيمايي کې ورته شوی، هغه یې ورڅخه اخیستی او له هغې وروسته یې د سورت په دويمه نيمايي کې نوی اسلامي امت مخاطب کړی دی، خو یوازې د بني اسرائيلو کفر او عصیان د بېلګو په توګه مطرح کيږي. په دې ترڅ کې الله سبحانه وتعالی د نوي امت ځینې مهم صفات بيان کړي دي. په ځانګړي توګه د دغه امت د وسط‌والي او شاهد‌والي صفتونه. هغه هم د بقرې سورې په مطلق نيمايي (۱۴۳) آیت شريف کې. په دې معنی چې دا تصادفي موضوع نه ده، چې د وسط‌والي صفت د سورې په مطلق منځ کې راغلی دی. الله سبحانه وتعالی په دغه آيت شریف کې فرمايي:

"وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا …“ ﴿البقرة: ١٤٣﴾

یعنې: او همداراز مو تاسو وسط امت وګرځولی، ترڅو پر خلکو شاهدان واوسئ او رسول مو پر تاسو شهيد (تر ټولو امین شاهد) وګرځاوه.

په دغه آیت شریف کې د اسلامي امت دوه ستر صفتونه وسط او شاهد راغلي دي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو باندې دا ستر منت وکړ، چې د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تمايل ته یې ځواب ووايه او د هغوی لپاره یې بیت الحرام قبله وګرځوله، همداراز یې پر دغه امت باندې بل فضل هم وکړ، چې هغه یې د امتونو په منځ کې وسط امت وګرځاوه، ترڅو پر خلکو شهادت ورکړي، یعنې د عدل امت، ترڅو پر خلکو باندې د شهادت ورکولو اهلیت پیدا کړي؛ هغه دا چې په شهادت ورکولو کې عدالت د شاهد اساسي شرط دی.
(الوسط) د عربو په کلام کې خيار یعنې غوره ته ويل کيږي او د خلکو خيار یا غوره د هغوی تر ټولو عادل کس وي. په لسان العرب کې راغلي: چې د شي اوسط د هغه افضل او تر ټولو غوره ځای دی، لکه څنګه چې د څړځای منځ د هغه له څنډو څخه غوره وي او همداراز حدیث شریف دی  "خیار الأمور أوسطها“ یعنې تر ټولو غوره کارونه د هغوی اوسط کارونه دي.‌ په دې اړه قرطبي په خپل تفسير کې ليکي چې د وادي وسط: تر ټولو غوره ځای دی، چې ډېر واښه او اوبه لري. ځکه وسط له دواړو لورو څخه خوندي وي او دا ستايل شوی حالت دی؛ یعنې دغه امت نه د نصاراو په څېر په انبیاوو کې غلو کړې او نه یې هم د یهودو په څېر تقصير کړی دی.‌
سره له دې چې په دغه آیت شریف کې د اِخبار په صيغه راغلی، مګر د الله سبحانه وتعالی له لوري له اسلامي امت څخه د طلب په معنی دی، چې باید اسلام نورو امتونو ته ورسوي، که یې دغه عمل ترسره نه کړ، نو امت ګنهګارېږي، ځکه اسلامي امت پر نورو انسانانو حجت دی "لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ“، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلامي امت باندې حجت دی "وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا“ هغوی ته د اسلام د رسولو له امله.
خو تر لغت وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث شریف په دې آیت کې د وسط صفت معنی نوره هم کره کوي: ترمذي له ابي سعيد الخدري او هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه، د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په اړه "وَكَذلِكَ جَعَلْناكُمْ أُمَّةً ‌وَسَطاً“روايت کړی چې فرمايلي یې دي، یعنې: "عَدْلًا“ عدل امت دی. 
اسلامي امت له یوه پلوه، نورو امتونو ته د اسلام د رسولو له امله عادل شاهد دی، خو له بل پلوه؛ له اسلام څخه پر پخوانيو امتونو هم ددې لپاره عادل شاهد دی، چې انبياوو علیهم السلام یې خپلو قومونو ته دین رسولی دی؛ لکه څنګه چې په لاندې حدیث کې راځي:

"يَجِيءُ النَّبِيُّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمَعَهُ الرَّجُلُ، وَالنَّبِيُّ وَمَعَهُ الرَّجُلَانِ، وَأَكْثَرُ مِنْ ذَلِكَ، فَيُدْعَى قَوْمُهُ، فَيُقَالُ لَهُمْ: هَلْ بَلَّغَكُمْ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: لَا. فَيُقَالُ لَهُ: هَلْ بَلَّغْتَ قَوْمَكَ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ. فَيُقَالُ لَهُ: مَنْ يَشْهَدُ لَكَ؟ فَيَقُولُ: مُحَمَّدٌ وَأُمَّتُهُ. فَيُدْعَى مُحَمَّدٌ وَأُمَّتُهُ، فَيُقَالُ لَهُمْ: هَلْ بَلَّغَ هَذَا قَوْمَهُ؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ. فَيُقَالُ: وَمَا عِلْمُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: جَاءَنَا نَبِيُّنَا فَأَخْبَرَنَا أَنَّ الرُّسُلَ قَدْ بَلَّغُوا. فَذَلِكَ قَوْلُهُ: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا“. رواه احمد

یعنې: د قیامت په ورځ به نبي راځي چې یو تن به ورسره وي، له بل نبي سره به دوه تنه وي او یا تر دوو ډېر، نو قوم به يې راوغوښتل شي، ورته وبه ویل شي: آیا دغه نبي درته دین رسولی و، نو هغوی به ووايي: نه. نو نبي ته به وویل شي چې آیا تاسو خپل قوم ته دین رسولی و؟ نو وبه وايي: هو. نو ورته وبه ویل شي: څوک پر تا شاهدي وايي؟ هغه به ووايي: محمد او د هغه امت. نو محمد او د هغه امت به راوبلل شي او هغوی ته به وویل شي: آیا دغه نبي خپل قوم ته دين رسولی و؟ هغوی به ووايي: هو. نو ورته وبه ويل شي: په دې اړه چا تاسو ته علم درکړی؟ نو هغوی به ووايي: زموږ پيغمبر موږ ته راغلی او هغه موږ ته د دې خبر راکړی و چې رسولانو علیهم السلام خپل دين رسولی و او دا یې خبره ده:

{وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا“.

یعنې: او همداراز مو تاسو وسط امت وګرځولی، ترڅو پر خلکو شاهدان واوسئ او رسول مو پر تاسو شهيد (تر ټولو امین شاهد) وګرځاوه.

دې ته ورته عباده بن صامت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې ويل يې:

"أُعْطِيَتْ أُمَّتِي ثَلَاثًا لَمْ تعط إلا الأنبياء كَانَ اللَّهُ إِذَا بَعَثَ نَبِيًّا قَالَ لَهُ ادْعُنِي أَسْتَجِبْ لَكَ وَقَالَ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ وَكَانَ اللَّهُ إِذَا بَعَثَ النَّبِيَّ قال له مَا جَعَلَ عَلَيْكَ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ وَقَالَ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ وَكَانَ اللَّهُ إِذَا بَعَثَ النَّبِيَّ جَعَلَهُ شَهِيدًا عَلَى قَوْمِهِ وَجَعَلَ هَذِهِ الْأُمَّةَ شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ“. خَرَّجَهُ التِّرْمِذِيُّ الْحَكِيمُ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ فِي" نَوَادِرِ الْأُصُولِ". 
یعنې: زما امت ته درې داسې څه ورکړل شوي چې له انبياوو پرته بل چا ته نه دي ورکړل شوي. الله سبحانه وتعالی به چې کله کوم نبي مبعوث کاوه، هغه ته به یې ويل؛ له ما وغواړه، زه درته اجابت کوم او دغه امت ته یې ويلي چې له ما یې وغواړئ، زه درته اجابت کوم. همداراز کله به چې الله سبحانه وتعالی کوم نبي مبعوث کاوه ورته ویل به یې؛ په دين پر تا کوم حرج (سختي) نشته او دغه امت ته یې وويل چې تاسو ته په دين کې کوم حرج (سختي)‌نشته. همداراز کله به چې الله سبحانه وتعالی کوم نبي مبعوث کاوه، هغه به یې پر خپل قوم باندې شهيد (غوره شاهد) ګرځاوه او الله سبحانه وتعالی دغه امت پر خلکو باندې شاهد ګرځولی دی.

په مسلم کې له انس رضی الله عنه او هغه له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی؛ یو وخت پر موږ باندې جنازه تېرېدله، نو موږ د مړه کس د خير صفت وکړ، نو هغه صلی الله علیه وسلم ويل: واجب شو، واجب شو، واجب شو. بيا بله جنازه پرې تېرېده، نو موږ یې د شر صفت وکړ، نو هغه وویل: واجب شو، واجب شو، واجب شو. نو عمر رضی الله عنه ورته وویل: زما مور او پلار دې دواړه تر تا قربان شي، ولې زموږ د دواړو ډولونو د توصیف پر مهال دې و ويل: "وَجَبَتْ وَجَبَتْ وَجَبَتْ؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

مَنْ أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِ خَيْرًا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ وَمَنْ أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِ شَرًّا وَجَبَتْ لَهُ النَّارُ أَنْتُمْ شُهَدَاءُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ أَنْتُمْ شُهَدَاءُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ أَنْتُمْ شُهَدَاءُ اللَّهِ فِي الْأَرْض“. أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ بِمَعْنَاهُ. یعنې: د چا چې تاسو د خير صفت وکړ، هغه ته جنت واجب شو او د چا مو چې د شر توصیف وکړ، هغه ته اور واجب شو. تاسو په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی شاهدان یاست! تاسو په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی شاهدان یاست! تاسو په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی شاهدان یاست!. 

همداراز اسلامي امت ته د (خیر) صفت هم منسوب شوی. الله متعال فرمايي:

"كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ“ ﴿آل‌عمران: ١١٠﴾

یعنې: تاسو (اې د محمد پيروانو) تر ټولو خير امت یاست، چې د خلکو لپاره درته دنده درکړل شوې ده؛ ترڅو له هغوی سره امر په معروف وکړئ او له منکر څخه هغوی منع کړئ او ايمان پر الله سبحانه وتعالی ولرئ. خو که اهل کتابو ايمان راوړی وای، هغه ورته خیر و، له هغوی څخه ځینې مؤمنان دي او اکثره یې فاسقان (د ايمان له حدودو وتلي) دي.‌

د دغه آیت په لومړۍ برخه کې د خير له صفت سره یو ځای د هغې شرایط راغلي؛ چې پر الله ايمان او د خلکو پر وړاندې امر په معروف او نهی له منکر څخه راغلي او د آیت په دویمه برخه کې د اهل کتابو حالت ته اشاره شوې، چې اکثره یې په دغه مکلفیت کې پاتې راغلي. نو نن که موږ هم دغه شرایط و نه لرو، د اهل کتابو په څېر په خپله ابتلا کې ناکام يو. ځکه واقعي امر په معروف او نهی له منکر څخه د اسلامي دولت په واسطه ترسره کيږي؛ چې په کور د ننه یوازې اسلام تطبیقوي او بهر ته یې د بهرني سياست (دعوت او جهاد) پر مټ لېږدوي، همدا د معروف د تطبيق او د منکر د لرې کولو، تر ټولو غوره، دقيقه او مسنونه لار ده. خو د انحطاط په اوسني دور کې د امت دغه ټوليزه دنده هم انفرادي تعبير شوې ده. 
دې ته ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل امت دنيوي وروسته والي، خو په آخرت کې د هغه ړومبيتوب ته اشاره کړې او فرمايلي یې دي: "نَحْنُ الْآخِرُونَ الْأَوَّلُون“. یعنې: موږ هغه آخري امت یو چې په آخرت کې لومړيتوب لرو. 
اسلامي امت او خلافت
د اسلامي امت پورته تشريح شوي صفات؛ وسط‌والی، شاهدوالی او خير والی هغه وخت خپلېدای شي، چې امت له عقيدوي، سياسي او جغرافيوي پلوه وحدت او يووالی ولري، پياوړی واحد اقتصاد او قوي اردو ولري او دا هغه وخت امکان لري چې امت خپل اسلامي دولت‌؛ خلافت ولري. ځکه هغه مهال کولی شي، نورو ته اسلام د دعوت او جهاد له لارې ورسوي او د شاهدي ورکولو (شهادت) وړتيا پیدا کړي. هغه مهال ريښتينی امر په معروف او نهی له منکر څخه ترسره کوي. مګر اوس موږ د اهل کتابو په څېر له الله متعال سره په خپل میثاق او عهد کې پاتې راغلي يو. 
امت او صراط المستقیم
پر امت واجب ده، چې مستقيمه لاره تشخيص کړي او بیا پرې ولاړ شي او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسنونه تګلاره ده، چې تر لمر روښانه ده. مګر نن امت د یهودو او نصاراوو په څېر د افراط او تفريط ښکار شوی او په هغو سياسي او اقتصادي لارو باندې روان دی چې یهودو او نصاراوو رامنځ ته کړې دي. لکه کمونیزم، کپيټلېزم، دولت-ملت، نشنلېزم، سېکولرېزم، ډيموکراسي او … آن تر هغې چې په هر خباثت کې چې هغوی ښکېل شوي، اسلامي امت هم د هغوی په تقلید ځان پکې ښکېل کړی دی. 
لازمه ده چې اسلامي امت د اسلامي دولت؛ خلافت په بیا تاسیس سره خپل هويت له سره احیا کړي او دا یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارزې په طریقه ممکن دی او بس. هغه چې څنګه اصحاب تربيه کړي، څنګه یې مبارزه کړې، څنګه یې دولت تاسيس کړی، څنګه یې اسلام تطبیق کړی، څنګه یې جګړه کړې او څنګه يې سوله کړې او څنګه یې اسلام پر عربي جزیره حاکم کړی او فارس او روم یې ننګولي دي. کټ مټ همدغسې امت کولای شي، بېرته به نړۍ کې خپل د صدارت مقام خپل کړي. مګر اوسني مسلمانان د فکري انحطاط له امله، اوسنی واقعيت معيار ګڼي او سترګې یې ړندې دي او بصيرت ترې کډه کړې، نو ځکه هغسې نظام راتلل ناممکن بولي او راځي، کله ډيموکراتيکه مبارزه کوي، کله وسله‌واله او کله هم اخلاقي او خيريه کارونه ترسره کوي. خو که واک ته ورسېږي، بیا هم د صراط المستقیم پر ځای؛ د "المغضوب علیهم“ یا یهودانو او "الضالین“ یا نصاراوو لارو ته پناه وړي او د ملګرو ملتونو، نړيوالو قوانينو او کفري ارزښتونو په ډڼډ کې ډوبېږي او دا کار نسل په نسل، څو ځله تکراروي او هر ځل پکې ناکامېږي، مګر بيا هم عبرت نه اخلي.‌
د امت اوسنی روان او د ستونزې معالجه
اوسني امت د اسلامي امت د تکليف،‌ د اسلام د پوره تطبیق او نړۍ ته د هغه د لېږد په اړه، کټ-مټ د اهل کتابو روحيه پیدا کړې او په خپله دغه ابتلا کې پاتې راغلی دی. امت خپل سلطان له لاسه ورکړی، د هغې له امله یې وحدت له منځه تللی، د اسلام تطبیق معطل شوی او امت په بېلابېلو داسې فکري منهجونو باندې روان دی، چې د اسلامي فکر څخه پوره انحراف لري او هره ورځ یې خاوره له مستقيم اشغال او استعمار سره مخ ده. پوځونه یې د اسلام او مسلمانانو پر ځای د کفارو د ګټو لپاره کارول کيږي. 
نو لازمه ده چې امت د خپلې ستونزې حقیقت د مستنير او هر اړخيز فکر له مخې تشخیص کړي، خپلې ګټې د اسلام په رڼا کې تعریف کړي، خپل دښمنان هم د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو سره وپېژني، چې کومې نقشې لري او څنګه مکر کوي او څنګه کيد یې تيار کړی دی. د مسلمانانو چارواکي خيانت کوي، عامو مسلمانانو غفلت ته مخه کړې. له همدې امله خیانت او غفلت د اوسني امت دوې اساسي ستونزې دي او دا دواړه له حب الدنیا څخه سرچينه اخلي. د اسلامي امت حياتي مصالح (ګټې) باید د اسلامي عقيدې او شريعت پر بنسټ درک شي او د مرګ او ژوند د قضيې په څېر باید ورته کار او مبارزه ترسره شي، چې په لاندې ډول دي:
اسلام باید مکمل د ټولنې او دولت په واقعيت کې تطبیق شي.
د مسلمانانو خاورې باید سره یو کړل شي، ترڅو شته سیاسي او جغرافيوي تفرقې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ښکېلاکګر او اشغالګر کفار باید له اسلامي خاورو څخه، د فکر، فرهنګ، دولت او موسساتو له اړخه وایستل شي.
دغو مواردو ته باید له پیاوړي تفکیر او پراخ فهم وروسته مبارزه وشي. ځکه اسلام انسان مستقیم عمل ته نه هڅوي، بلکې اول یې فکر ته هڅوي، بیا عمل ته، ترڅو یوازې د اسلام پر بنسټ عمل وکړي. ځکه اسلام؛ نظام او انتظام دی،‌ داسې فکر دی چې باید د عقل په واسطه درک او باالآخره عملي شي. نو د اسلامي امت بچيان باید خپل رول او د نورو امتونو تر منځ د خپل شتون موخه درک کړي چې څنګه د اسلامي امت احيا او د هغه ستونزې له اساسه معالجه کړي او دا یوازې په اسلام سره ممکنه ده، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتيان د اسلام تطبیق او نورو ته د هغه لېږد خپل یوازنی دنيوي رسالت او هدف وګڼي.


سیف الله مستنیر

د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

 




   ارسال نظر