ايا داسې کوم نظام شته چې په اسلامي نړۍ کې د امريکا ګستاخيو ته د پای ټکی کيږدي؟!
11/07/2021 | سیف الله مستنیر

Print


خبر:
د امريکا دفاع وزات وايي چې د اګسټ مياشتې په ۲۹مه نېټه په کابل کې د بې‌ پيلوټه الوتکې بريد ـ چې په پايله کې يې لس تنه ملکي خلک ووژل شول ـ که څه هم يوه خواشينووکې تېروتنه وه، مګر هيڅ قانون يې نه دی مات کړی. دا بريد چې کابل هوايي ډګر ته څېرمه د استوګنې په سیمه کې ترسره شوی و، ګومان کېده چې د داعش ډلې اړوند يو موټر يې په نښه کړی؛ خو په دغه بريد کې زمری احمدي ـ چې نوموړی د يوې غير انتفاعي امريکايي موسسې کار کوونکی او متحده ايالتونو کې يې د اقامت وړانديز هم کړی و ـ د خپلې کورنۍ له غړو او اووه تنو کوچنيانو سره يو ځای ووژل شو. «سرچينه: اسوشيټيډ پريس، د نومبر درېيمه»
تبصره:
امريکا په افغانستان کې له شل کاله ترور او وحشت وروسته، د خپلو نظامي ځواکونو د ويستلو په وروستيو پړاوونو کې داسې تروريستي بريد ترسره کړ چې نه يوازې غير نظاميان، بلکې د پلار په ګډون د يوې کورنۍ ښځې او کوچنيان پکې ووژل شول. مګر دغه تروريستي دولت يوازې په دې هم بسنه ونه کړه، بلکې يو وار بيا يې د مسلمانانو پر زړونو او احساساتو بريد وکړ او دفاع وزارت يې ويلي چې په دغه بريد سره يې هيڅ قانون نه دی مات کړی.
نړۍ بايد نور دغه تروريستي او وحشي دولت پېژندلی وي چې د نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ کې د بشر حقونو او د ښځو حقونو نارې وهي. نړۍ بايد پوهېدلي وي چې د دغه دولت بنسټ پر ترور، وحشت او نسل‌وژنه ولاړ دی. د ۱۰۰ مېليونه سورپوسته بومي امريکايانو نسل وژنه؛ په دوهمه نړيواله جګړه کې د المان پر ډرسډن ښار بمبار چې په پايله کې يې تر۲۰۰ زره ډېر تنه ووژل شول؛ په دوهمه نړيواله جګړه کې د جاپان پر دوه ښارونو هيروشيما او ناګاساکي باندې د اټومي وسلو بريد چې په ترڅ کې يې ۲۲۰ زره کسان سمدستي ووژل شول او سلګونه زره نور په وروسته کلونو کې د دغې ناوړه پېښې د اغېزو له امله په مرګونو ناروغيو اخته شول؛ پر ويتنام باندې د امريکا يرغل چې د ۱۶ کاله جګړې په اوږدو کې يې ۳ مېليونه ويتناميان ووژل، امريکايي ځواکونو هر کال ۵۰۰ زره ټنه بمونه پر دغه هېواد وغورځول، انسانان، څاروي او ځنګلونه يې د «ناپالم» په وسيله لو لپه کړل؛ دغه راز امريکا د افغانستان او عراق د ښکېلاک په جګړه کې د ښځو او کوچنيانو په ګډون مېليونونه مسلمانان د مرګ کندې ته وغورځول او مېليونونه نور يې له خپلو مېنو کډوالۍ ته اړويستل، تر دې بريده چې مادربم (د بمونو مور) یې هم وکاراوه. نو وينو چې د دغه دولت د بشري جناياتو، ترور او وحشت کچه له اندازې او حسابه وتلې ده.
ډګر جنرال ډي‌سډ د امريکايي ځواکونو سرمفتش ـ چې د دغو څېړنو مشري يې کوله ـ په راپور کې ويلي دي: «په څېړنو کې د جنګي قوانينو په شمول، له هيڅ قانون څخه سرغړونه و نه موندل شوه» نوموړي په ډېرې بې شرمۍ سره خبريالانو ته وويل چې دغه عمل يوه جرمي کړنه او يا بې‌پروايي نه وه، بلکې کوم کسان چې په مستقيم ډول په دغه بريد کې دخيل وو، هغوی ريښتينی باور درلود چې «دوی د يوه قريب الوقوع بريد د مخنيوي په پار بريد کوي» نو له دې امله به کوم قانوني ګام پورته نه شي.
په ټينګار سره ويلی شو چې د اسلامي خاورو د چارواکو خيانتونه او د مسلمانانو سياسي تفرقه د امريکا او غرب د دغه ډول جنايتونو د ادامې اصلي لامل دی. مسلمانان له هغه اسلامي دولت څخه بې برخې دي چې د اهل قدرت مسلمانانو د بيعت له لارې رامنځته شوی وي، په داخل کې يوازې اسلامپلی کوي او د دعوت او جهاد له لارې يې ټولې نړۍ ته لېږدوي. دا چې مسلمانان د دغسې اسلامي دولت له سقوط وروسته تر اوسه ولې د هغه په بېرته رامنځته کولو نه دي توانېدلي؛ لامل يې د مسلمانانو لپاره په ژوند کې د ناسم هدف ټاکل دي چې د الله سبحانه و تعالی د رضايت او په دنيوي ابتلاء کې د بريا پر ځای يې هغو موخو ته مخه کړې ده چې نورو امتونو د ځان لپاره ټاکلې دي؛ لکه په دنيا کې سعادت ته رسېدل چې د غربي نړۍ اساسي موخه ده او يا هم لکه له غم او کړاو څخه تېښته چې د هند او چين د اديانو اساسي هدف دی. دغه مفکورې او له ژوند څخه دغه ليدلوري د دې لامل شوي چې د مسلمانانو په زړونو کې وهن يعنې «حب الدنيا و کراهية الموت» ځای ونيسي. مسلمانانو د هغو پخوانيو قومونو پر لارو تګ پيل کړی چې د الله د لعنت او عذاب جوګه شوي وو، ځکه خو مسلمانان هم له دغه حالت سره مخ شوي دي.
نو په کار ده چې موږ بايد د يو واحد امت په توګه ګډ مزل پيل کړو. د خپلو هيلو قبله بايد له سره تعريف کړو. د امريکا، چين، اروپا او ملګرو ملتونو پر ځای بايد الله سبحانه و تعالی ته هيله‌من شو. خپل تکليف بايد د اسلام پر اساس درک کړو. وهن يعنې «حب الدنيا او کراهية الموت» بايد له خپلو سينو څخه وباسو. خپل خاين او فاسق چارواکي بايد محاسبه او ان د واک له ګدۍ يې ايسته کړو. د هغوی غير اسلامي حکومتونه بايد ړنګ او پر ځای يې اسلامي دولت يعنې «د نبوت پر منهج خلافت» اقامه کړو. که داسې ونه کړو، نو اوسنی وضعيت به همداسې ادامه لري. ځکه موږ مسلمانان چې د واحد امت په توګه له خپل خالق سره کوم تړون لرو، هغه د اسلام د تطبيق، د اسلام اظهار او ټول بشريت ته يې د رسولو تړون دی چې له بده مرغه موږ له الله سبحانه و تعالی سره دغه تړون تر پښو لاندې کړی دی.

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ {صف:9}
هغه، هغه ذات دی چې خپل رسول يې په هدايت (قران) او حق دين (اسلام) سره لېږلی دی، تر څو هغه (دين) پر ټولو دينونو (دولتونو او ايډيولوژي‌ګانو) باندې برلاسی کړي، که څه هم مشرکان يې بد وګڼي.

سیف الله مستنیر
د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس




   ارسال نظر